د فرانسې پوليسو د انګلستان او روسيې د فوټبال ټيمونو پارېدلي مينه وال سره جلا کړل.
دوى چې د فرانسې په مارسې ښار کې راغونډ شوي وو، په خپلو کې لفظي شخړې کړې دي.
د مديترانې سمندرګي په دې ساحلي ښار کې شا و خوا زر پوليس ګمارل شوي دي.
دغه ښار ته له پرون راهيسې د انګلستان د ټيم شا و خوا ٧٠ زره او د روسيې د ټيم ٢٠زره مينه وال رسېدلي دي.
په همدې ښار کې نن د انګلستان او روسيې د فوټبال ټيمونه د اروپا د ٢٠١٦م کال د اتلولۍ جام په لړ کې مسابقه کوي.
پوليس وايي دوى د انګلستان او روسيې د ټيمونو مينه وال چې په خپلو کې په شخړه اوښتي وو، سره جلا کړي، لږ تر لږه دوه کسان يې نيولي دي.
پوليس وايي دوى د انګلستان د ټيم ځينې مينه وال چې د نشې په حالت کې وو، د اوښکي بهوونکي ګازو په مرسته خواره واره کړي دي.