افغانستان
غورځنګ: حکومت د لویو لارو د امنیت په اړه پر یوه طرحه کار کوی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې په لویو لارو کې دمسافرو د برمته نیونې د مخنیوي په هدف له ټولو امکاناتو او ظرفیتونو کارواخلي.
د دغې شورا ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډيو ته وویل د ملي امنیت شورا په دې اړه په یوې اساسي طرحه کار کوي او ډېر ژره به تصویب شي.
ښاغلي غورځنګ زیاته کړه، وسله وال مخالفین هڅه کوي چې په یوه نوي تکیک سر د خلکو ترمنځ قومي شخړه رامنځ ته کړي او په دې سره د جګړې په ډګر کې خپله ماته جبران کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کندز او غزني ولایتونو کې وسله والو طالبانو یو شمېر مسافر له موټرو ښکته کړي، ځينې یې وژلي، یو شمېر یې خوشې کړي او ځینې یې له ځان سره بیولي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان وايي، د کاسا زر پروژې د چټکتیا په اړه یې له تاجکستان، قزاقستان او پاکستان سره څو موافقې کړي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت وايي، اجراییه ريیس یې چې تاجکستان ته تللی، په دوشنبې کې څو مهمې موافقې لاسلیک کړي چې د کاسا زر د برېښنا د لېږد پروژې تطبیق ګړندي شي.
دا هوکړهلیکونه د قزاقستان، تاجکستان، پاکستان او د افغانستان د برښنا د ملي شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوي دي.
د افغانستان برښنا شرکت په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا هوکړهلیکونه به د کاسازر پروژې د پلي کېدو لپاره د رغنیزو چارو د چټکتیا او لازمو همغږیو د پیاوړتیا سبب شي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برښنا شرکت اجراییه ريیس عبدالباري عمر او ورسره پلاوی د چهارشنبې په ورځ، د ثور ۲۴مه، د کاسا–۱۰۰۰ پروژې په اړه په یوې ناستې کې د ګډون لپاره دوشنبې ته لاړ.
امیرخان متقي له جی شنکر سره د افغانستان او هند د اړیکو د پیاوړتیا په اړه ټیلیفوني خبرې کړي

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.
جی شنکر د پنجشنبې په ورځ، د ثور په ۲۵مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې له امیرخان متقي سره "ښې ټیلیفوني خبرې" درلودې.
هغه زیاته کړې چې د هند او افغانستان ترمنځ د بېباورۍ د رامنځته کولو لپاره د "ناسمو او بېاساسه راپورونو" له لارې د وروستیو هڅو په وړاندې د متقي "قاطع دریځ" ته یې هرکلی ویلی دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر همداراز لیکلي، په دې ټیلیفوني مکالمه کې یې د افغان ولس سره د هند دودیزې دوستۍ او د افغانستان د پرمختیايي اړتیاوو پر دوامداره ملاتړ ټينګار کړی دی.
له بلې خوا، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو خواوې " د دوو اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، تجارت او د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو " غږېدلي دي.
له دې وړاندې، د روان لمریز میاشت په جریان کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د څانګې عمومي رئیس او ځانګړي استازي، انند پرکاش، کابل ته په سفر کې له امیرخان متقي سره لیدلي او خبرې یې کړې وې.
د هند د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره دغه ټیلیفوني خبرې څو ورځې وروسته له هغه ترسره شوې چې هند په پاکستان کې پر ځینو اهدافو بریدونه وکړل.
د شطرنج نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د دې لوبې پر بندیز خواشیني څرګنده کړه

د شطرنج نړیوال فدراسیون د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا فدراسیون به له چارواکو سره رغوونکې خبرې وکړي او له نړیوالو ورزشي سازمانونو او نورو اړوندو لورو سره به افغانستان ته ددې لوبې د بیرته زر ستنولو لارې چارې وپلټي.
د طالبانو د ورزش ادارې د روانې اوونۍ په پیل کې په افغانستان کې د شطرنج لوبه منع اعلان کړه.
د شطرنج نړیوال فدراسیون ویلي چې شطرنج په افغانستان کې اوږده مخینه لري. د دې فدراسیون په خبره، په وروستیو کلونو کې شطرنج په دې هېواد کې ښه غوړېدلی و او زیات شمېر ځوانانو دې لوبې ته مخه کړې وه.
اعلامیه زیاتوي چې د شطرنج بندول به په افغانستان کې د دې لوبې ودې ته سخت زیان ورسوي او د افغان لوبغاړو هغه فرصتونه به له منځه یوسي چې له مخې یې دوی خپل استعدادونه ښودلی او د نړیوالو سیالیو په ډګر کې یې د خپل هېواد استازولي کوله.
د شطرنج نړیوال فدراسیون وايي چې شطرنج د نړۍ له تر ټولو ښکلو لوبو څخه یوه ده چې زیار، زغم او انصاف ته وده ورکوي، او له لوبغالي بهر هم د ټولنې د یووالي او د خلکو د یو ځای کولو لپاره یو پیاوړی وسیله ده.
ولسمشر ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل ناورین وباله

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډنالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل ناورین وباله.
نوموړي چې په قطر کې یې د العدید په پوځي اډه کې امریکايي پوځیانو ته وینا کوله، یو ځل بیا وویل که دا ولسمشر وی باګرام هوايي اډه به یې چې دده په وینا چین ته نژدې ده نه وه پریښې. نوموړی یو ځل بیا ادعا وکړه چې دا هوايي اډه دا مهال د چین په اشغال کې ده.
د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ چې په تېره دوره کې یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک شو، تر دې مخکې هم د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال له افغانستان څخه په اله ګوله د امریکايي سرتیرو په وتلو انتقاد کړی دی او هغه یې د امریکا لپاره شرمونکي بللي وو.
امریکايي سرتیري د 2021 م کال د اګست میاشت په پای کې هغه مهال چې جو بایډن د امریکا ولسمشر و له افغانستان څخه ووتل او ورسره طالبان په ټول افغانستان بیرته واکمن شول. د بایډن د ادارې د هغې هوکړې پر بنسټ له افغانستان څخه امریکايي سرتیرې وویستل چې د ډنالډ ټرمپ د تیرې ولسمشرۍ دورې پر مهال د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې شوې وه.
طالبانو په لوګر کې د ښځو په ګډون څلور کسان په درو ووهل

د طالبانو د حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې په لوګر ولایت کې یې څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي چې دوې ښځې هم پکې شاملې دي.
د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې، د سې شنبې په ورځ، د می په ۱۳مه، څلورو کسانو ته د دوی په وینا د "غیرمشروع اړیکو" او "بدکارۍ" په تور سزا ورکړل شوه.
د معلوماتو له مخې طالبانو هر کس د سیمه ییزو چارواکو او اوسیدونکو مخې ته د ۲۰ او ۳۹ تر منځ په درو ووهل.
په یوه بله پېښه کې په بدخشان ولایت کې په همدې ورځ، یو سړی چې طالبانو ورباندي د "بدکارۍ" تور پوري کړی و، په یفتل ولسوالۍ کې د طالبانو د پولیسو د مرکزي دفتر په انګڼ کې ۳۹ ځله په دُرو وواهه.
د طالبانو د سترې محکمې د مخکینیو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، لږ تر لږه ۲۱۳ کسان چې ۱۶۹ نارینه او ۴۴ ښځې دي، د جسمي سزاوو سره مخامخ شوي دي.
مخکې د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو د بشري حقونو بنسټونو او مدافعینو له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاوې بندې کړي او د جرایمو د مخنیوي لپاره د یو اصولي او قانوني عدلي او قضايي سیستم له لارې عدالت تامین کړي.
د طالبانو حکومت ازبکستان ته شپاړس لارۍ مرمر ډبرې ورکړي دي

د ازبکستان رسنیو د سورخُندریا سیمه اییزې ادارې د مطبوعاتي خدماتو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی چې د می په ۱۳مه، د ترمز نړیوال سوداګریز مرکز کې د ازبکستان او طالب چارواکو تر منځ یوه غونډه وشوه.
د معلوماتو له مخې په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف، د سورخندریا سیمې والي الغبیک قسیموف، د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع او د بلخ لپاره د طالبانو والي محمد یوسف وفا ګډون کړی و.
په راپور کې راغلي چې ازبکستان د هرات د سپینو مرمر ډبرو ۱۶ لارۍ ترلاسه کړې چې په سمرقند کې به د امام بخاري کمپلیکس په جوړولو کې وکاریږي.
په اندونیزیا کې افغان پناه غوښتونکو لاریون وکړ

په اندونیزیا کې پاته افغان پناه غوښتونکو د چارشنبې په ورځ د استرالیا د سفارت مخې ته لاریون وکړ.
دغو پناه غوښتونکو شعارونه ورکړل چې د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونو ته دې توجه وشي. د دوی په وینا، استرالیا له ۲۰۱۴م کال راهیسي اندونیزیا ته د ورغلیو افغان پناه غوښتونکو کیسونه نه دي پراسیس کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، په متحده ایالاتونو کې د مېشتو زرګونو افغان پناهغوښتونکو موقتي خوندي وضعیت یا "ټيپياېس" پروګرام به د روانې مې میاشتې په ۲۰مه پای ته ورسېږي، او لغوه کېدل به یې د جولای له ۱۲مې عملي شي.
تر دې اعلان وروسته د ژغورنې نړیوالې کمیټې یا اي ار سي پر دې پرېکړه په انتقاد ویلي چې افغانستان ته د لنډ مهاله خوندي حالت درلودنکې افغانانو استول به ویجاړونکې پایلې ولري.
د «افغان ایوک» په نوم امریکا ته د کډه شویو افغانانو د ملاتړ د یوې ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال شاوخوا ۱۱ زره افغان وګړو په متحده ایالاتو کې لنډمهاله خوندیتوب ترلاسه کړی دی.
په خرلاڅۍ کې د طالبانو او پاکستان په همکارۍ روغتون جوړ شو

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د خرلاڅۍ بندر په اډه کې د یوه روغتون د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
هغه نن چهارشنبه (۲۴ ثور) په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې دا روغتیایی مرکز چې «د افغانستان-پاکستان د دوستۍ روغتون» نومول شوی، د ښه نیت د پیاوړتیا او دوه اړخیزې همکارۍ په هدف د پاکستان د اردو او د طالبانو د ادارې لهخوا جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په دغه روغتون کې، چې په عصري طبي وسایلو سمبال دی، تر ډېره د ډیورند کرښې په غاړه د پرتو سیمو اوسېدونکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کېږي.
د خرلاڅۍ لار، چې د پکتیا ولایت پورې تړلې ده، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د توکو د لېږد یوه مهمه لاره بلل کېږي.
د تګ راتګ دا دروازه له نژدې اوو میاشتو تړل کېدو وروسته، تېره اوونۍ بېرته پرانیستل شوه.
طالبانو په امریکا کې د افغانانو د موقتي خوندیتوب پای ته رسیدا مثبت ګام وباله

د طالبانو حکومت وايي، چمتو دی د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ادارې سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې وکړي، چې په متحدو ایالاتو کې یې موقتي خوندیتوب پای ته رسیږي.
د امریکا حکومت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانانو د «موقتي خوندیتوب حالت» د مې پر ۲۰مه پای ته رسېږي، او دا پرېکړه به د جولای له ۱۲مې عملي شي. د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا دا پرېکړه د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله شوې ده.
د دې پرېکړې د عملي کېدو په صورت کې زرګونه افغانان له امریکا څخه د ایستل کېدو له خطر سره مخامخیږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر «ایکس» (پخوانی ټویټر) لیکلي:
«د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی چې له امریکا او نورو هېوادونو سره د هغو افغانانو د ستنولو په اړه رغوونکي بحثونه وکړي، چې نور د پاتې کېدو په شرایطو برابر نه دي.»
ده د افغانانو د موقتي خوندیتوب د پروګرام پای ته رسیدا په اړه د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان مثبت ګام بللی دی.
د طالبانو حکومت تر دې وړاندې ډاډ ورکړی و چې هغه افغانان چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واک ته رسېدو پر مهال له هیواده وتلي، کولی شي بېرته په امن هېواد ته راستانه شي.
خو ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د طالبانو لهخوا د اعدامونو او بېدرکه کېدنو پېښې هم ثبت شوې دي.
د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت ویلي چې: «په افغانستان کې شرایط نور د لنډمهاله خوندیتوب حالت معیارونه نه پوره کوي.» د لنډمهاله خوندیتوب حالت د هغو هیوادونو د وګړو د اخراج مخنیوي کوي او په امریکا کې د کار کولو اجازه ورکوي چې له جګړو یا بحرانونو سره مخامخ وي.
د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی تاتارستان ته لاړ

د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، عبدالغني برادر، د طالبانو د حکومت د یو پلاوي په مشرۍ نن چهارشنبې (د غويي ۲۴مه) د قازان په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان ته ولاړ.
د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی به د قازان په اقتصادي فورم کې د ګډون ترڅنګ، د بېلابېلو هېوادونو له یو شمېر چارواکو سره هم وویني.
دغه ناسته چې د «روسیه ـ اسلامي نړۍ» تر سرلیک لاندې جوړېږي، پرون سېشنبه د روسیې په قازان ښار کې، چې د تاتارستان پلازمېنه ده، پیل شوې او تر راتلونکې یکشنبې پورې به دوام ولري.
د قازان فورم یوه نړیواله اقتصادي ناسته ده چې هر کال د روسیې په کوربهتوب ترسره کېږي، او هدف یې له آسیايي هېوادونو، په ځانګړي ډول د اسلامي همکارۍ سازمان له غړو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخول دي.
سره له دې چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو روسیه له هغو محدودو هېوادونو څخه ده چې له طالبانو سره تعامل او نژدې اړیکې لري.