د اروپا د فوټبال د اتلوالۍ د جام سیالۍ نن په پاریس کې پیلیږي.
د دې مسابقو لومړنۍ لوبه به د کوربه هېواد فرانسې او رومانیا ترمنځ ترسره شي.
د اروپا د اتلوالۍ جام دا سیالۍ د فرانسې په لسو ښارونو کې کېږي.
د دې مسابقو د امنیت لپاره چې د لومړي ځل لپاره په کې څلورویشت اروپايي ټیمونه ګډون کوي، شاوخوا نوي زره امنیتي افراد ځای پر ځای شوي دي.
په فرانسه کې د تېرې نومبر میاشتې په تروریستي بریدونو کې د ۱۳۰ کسانو له وژل کېدو راهیسې په دې هېواد کې اوس هم بیړنۍ حالت نافذ دی.
فرانسه په ۱۹۸۴ میلادي کال کې د اروپا د فوټبال جام د سیالیو کوربه هېواد و چې په همدې کال يې اتلوالي هم وګټله.