د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

په روژه کې د یوه رشوتخور احساس


د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې لومړی د یوه تکړه اماتور هنرمند (لالورباب) مرکه دراوروو، ترڅو پوه شئ چې لالورباب ولې یو وخت د کنسرت په جریان کې خلکو په بوټانو او چپلکو ویشتلی و؟... او ولې له دې وروسته د کنسرت له ورکولو څخه ډډه کوي؟

ورپسې مو یوه کورته بیایو اود یوې لورله کورس ویلو مو خبروو چې په لږ وخت کې ېې مور او پلار د کیکرو! له پیسو څخه تر پوزې راغلي دي او پلار ېې تصمیم نیسي چې له بازاره یوه جوړه کیکر ورته راوړي!

او په پای کې یو برګ شعر در اوروو چې په روژه کې د یوه رشوتخور احساس داسې بیانوي :

رشوت خور وایي روژه ده

ګناهکارمې دې خدای نه کا

دا لوټونه، ډالرونه

په خپل لاس جیب کې را کیږده

او بخشش ېې راته وکړه

کنه کاردې ځنډومه

کنه کاردې ورانومه!

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:21 0:00
مستقیم لېنک

....

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

XS
SM
MD
LG