اشر د افغاني ټولنې هغه لرغونی دود دی چې لا هم په یو شمېر لرېو پرتو سیمو کې رواج لري د دغه دود له مخې هغه کارونه چې یوه کورنۍ یې په څو اونیو کې نه شي کولای د اشر په ډول په یوه یا دوو ورځو کې خلاصیږي.
اشر د راټولېدنې، یووالي او اتحاد هغه لرغونی دود دی چې سلګونه کاله مخینه لري او لا هم په یو شمېر سیمو کې په ډېره کمه پیمانه رواج لري.
اشر د عربي (حشر) مفغن شکل دی د راټولېدو او یا ګډ کار په معنا کارول شوی دی. اشرونه د انساني ټولنو او په تېره بیا د افغاني ټولنې یو لرغونی دود دی چې ډېر ځله په کلیو کې پلونه، ویالې، لويې لارې، جوماتونه، درمندځي، کاریزونه او نور ټولګټي بنسټونه په اشرونو جوړیدل، اشرونو به خپل ډول درلوده او د اشرونو لپاره ځانګړي سیمه ییز قوانین موجود وو.
جوړونکی: محبوب شاه