افغانستان
په کابل کې راټول شوي لسګونه کسان د کندز پېښه غندي
د کابل ښار عیدګاه جومات سره نن لسګونه کسان راټول شوي څو په کندز کې د وروستۍ خونړۍ پېښې غندنه وکړي.
دغه کسان چې د زرغون بهیر په هڅو سره ټول شوي وايي چې حکومت باید په کندز کې د وسله والو طالبانو له خوا د خلکو د وژنې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.
دوی وویل چې د نننۍ غونډې هدف یې دا دی چې یاده پېښه وغندي او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړي.
د سې شنبې په ورځ د کابل کندز په لویه لار د علي آباد په شین تیپه سیمه کې د څلورو بسونو ۱۸۵ سورلۍ وسله والو طالبانو له ځانه سره یوړل چې له هغې ډلې یې ۱۳ کسان ووژل،۱۵۰ یې خوشې کړل او لا هم اته کسان ورسره یرغمل دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امیر خان متقي متحده عرب اماراتو ته د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه د هغه هېواد له ځینو چارواکو سره خبرې کړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي او د متحده عرب اماراتو د اقتصاد وزیر عبداله بن توق المري متحده عرب اماراتو ته د افغان کارګرانو د لېږلو او نورو مسئلو په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پرون ناوخته پر خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) نور تفصیل نه دی ورکړی.
هغه لیکلي، په دې غونډه کې د کانونو پر استخراج، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره پر بازار موندنې او د افغانستان او متحده عرب اماراتو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت پر پراختیا بحث وشو.
متقي د چهارشنبې په ورځ په دوبۍ کې د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو له وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان او د هند د بهرنیو چارو د وزیر له معین وقار مسري سره کتلي وو.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دوشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ متحده عرب اماراتو ته لاړ.
د متحده عرب اماراتو په ګډون هېڅ هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، متحده عرب امارات یو له هغو درېیو هېوادونو څخه دی، چې په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې یې د سعودي عربستان او پاکستان تر څنګ د طالبانو مخکېنی رژیم په رسمیت پېژندلی و.
د جنوبي افریقا کرکټ بورډ له افغان لوبډلې سره د سیالیو د تحریم په اړه د نړیوالې شورا ګډه پرېکړه غوښتې
د جنوبي افریقا کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره په چمپینز ټرافي یا د کرکټ د اتلولۍ په جام کې د لوبې د تحریم په اړه د کرکټ د نړیوالې شورا د ګډې پریکړې غوښتنه وکړه.
د جنوبي افریقا د کرکټ بورډ مشر ریحان ریچارډز پرون وویل، چې پر افغان لوبډلې د بندیز لګولو پریکړه به هغه وخت اغیزمنه وي چې د کرکټ د نړیوالې شورا ټول غړي یوه پریکړه وکړي.
ښاغلي ریچارډز دا نظر وروسته تر دې ورکړ چې د جنوبي افریقا د سپورټ وزیر ګیتون مکنزي تر دې مخکې وویل، له افغان لوبډلې سره باید د دې لپاره مسابقه ونه شي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو لوبې منع کړې دي او د نجونو د کرکټ ملي لوبډله یې منحل کړې ده.
ټاکل شوې ده چې جنوبي افریقا د فبروري میاشتې په ۲۱مه په پاکستان کې له افغان لوبډلې سره لوبه وکړي.
تر دې مخکې د بریتانیا څه باندې ۱۶۰ سیاستوالو د خپل هېواد له کرکټ بورډه غوښتي و چې بریتانیا دې د افغانستان په وړاندې د فبروري پر ۲۶مه پلان شوې سیالي لغوه کړي.
د کرک اینفو په نوم د سپورټ مشهورې ویبپاڼې د کرکټ د نړیوالې شورا ( ای سي سي) د یوه ویاند په وینا چې د هغه نوم یې نه دی اخیستي پرون خبر ورکړ چې د افغانستان کرکټ بورډ د طالبانو د حکومت د تګلارو مسوول نه دی.
د سره صلیب او سره میاشت ټولنې: سړې هوا تر ۳۲۵ زره ډېر افغانان زیانمن کړي
د سره صلیب نړیوال فدراسیون او سره میاشت ټولنه وايي، په افغانستان کې سړې هوا د نورو وختونو پرتله د عامو خلکو ژوند سخت کړی دی.
دغو دوو ادارو پرون چهارشنبې په ریلف ویب کې په یوه راپور کې ویلي، "سړې هوا څه باندې ۳۲۵ زره خلک په اتلس ولایتونو کې زیانمن کړي".
په راپور کې راغلي،" د سړې هوا له کبله په زرهاوو څاروي تلف شوي، چې د خلکو ژوند يې نور هم سخت کړی دی".
په راپور کې د یو شمیر هغو ولایتونو یادونه شوې چې په وروستیو اوونیو کې د دوتوخې درجه په کې راښکته شوې ده.
دغو ادارو ویلي، په غور ولایت کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد منفي ۳۳ ته ټیټه شوې چې له کبله یې ۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او په نورستان کې بیا د واورې د اورېدو له کبله ۲۵ تنه مړه او ۲۰ کورونه وران شوي دی.
د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايی، په روان ۲۰۲۵ کال کې نژدې شپږ میلیونه افغانان سرپناه او د غیرخوارکي توکو مرستو ته اړتیا لري.
د بریتانیا یو شمېر سرتېرو په افغانستان کې پر جنګي جنایتونو اعتراف وکړ
په افغانستان کې د برتیانیايي ځواکونو د جنایتونو د څیړنو په لړ کې یو شمیر سرتیرو اعتراف کړی چې د جګړې پر مهال يې بې وسلې افغانان وژلي دي.
د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، دغو سرتیرو پرون چهارشنبې د بندو دروازو ترشا په محکمه کې دا خبرې کړي دي.
یوه سرتیری چې نوم یې نه دی خپور شوی، محکمې ته ویلي، " دوی ته ویل شوي و، چې ټول نارینه جنګیالي ووژنئ، حتی هغه کسان چې د هغوی له خوا تاسې ته کوم خطر نه وي او وسلې ونه لري".
سرتیرو محکمې ته ویلي، "د ځینو کسانو پر خوله به یې مخکې تر دې چې ډزې پرې وکړي، بالښت کېښود".
د برتیانیا د دفاع وزارت په ۲۰۲۲ کال کې اعلان وکړ چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د برتیانیايي ځواکونو له خوا د جنګي جنایتونو څیړل پیل کړي دي.
په هغو اسنادو کې چې د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي، د برتیانیا د لوړ رتبه افسرانو په زرهاوو داسې ایمیلونه او لیکونه شامل دي چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه شاهدي ورکوي.
له دې وړاندې نړیوالو رسنیو له هغې ډلې بي بي سي داسې تحقیقي راپورونه خپاره کړي، چې ښيۍ برتیانیايي ځواکونو په افغانستان کې جنګي جنایتونه کړي دي.
د کابل کندهار پر لویه لار په یوې ترافیکې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي
د کابل کندهار پر لویه لار په یوې ترافیکې پېښه کې پنځه کسان وژل شوي دي.
د غزني ولایت د امنیې قومندان تیره شپه د (جنوري په ۹مه) رسینو ته ویلي،" پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د مسافر یو موټر د کابل کندهار پر لویه لار د یو باروړنکې موټر سره ټکر وکړ".
که څه هم د دې پېښې علت معلوم نه دی، خو په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی او د موټروانونو له خوا د ترافیکي اصول نه رعایت ډیر کله د ترافیکي پېښو د رامنځته کیدو سبب کیږي.
د بښني نړیوال سازمان: پاکستان افغان کډوالو سره له تبعیض ډک چلند کوي
د بښني نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو پر نیولو او ځورولو اعتراض کړی دی او د اسلام اباد دا هڅې یې له تبعیض ډکې بللې دي.
دغه سازمان په یوه بیان کې، چې د چارشنبې په ورځ یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړ، ویلي دي چې پولیس په اسلام اباد کې د شپې په مخه کورونه پلټي او په خپل سر یې په سلګونو افغانان نیولي دي، چې په دوی کې ښځې او ماشومان هم شته.
روانې اونۍ ازادي راډیو داسې راپورونه ترلاسه کړل چې پولیسو شاوخوا اته سوه افغانان په اسلام آباد کې نیولي دي.
په پاکستان کې د کډوالو د برخې مسؤلینو د سې شنبې په ورځ ویلي وو چې هغه افغانان له خپلې خاورې نه باسي چې ویزې لري او درېیمو هیوادونو ته د تګ په تمه په پاکستان کې ژوند کوي.
خو د بښني نړیوال سازمان په بیان کې راغلې دي چې پاکستاني پولیسو حتی هغه کسان نیولي دي چې ویزه لري او په پاکستان کې د استوګنې نور اسناد لري.
د بښني نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتنه کړې ده چې د نړیوالو اصولو له مخې په زور کډوال له خپلې خاورې نه باسي او بشري حقونه رعایت کړي.
سپینه ماڼۍ: بشري مرستې مو طالبانو ته نه، بلکې عامو افغانانو ته استولې
سپينه ماڼۍ وایي، هغه بشري مرستې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته لېږل کیږي، عام خلک ترې ګټه اخلي، نه طالبان.
دغه خبره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ ناوخته امریکا غږ ته د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې وکړه.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ په فلوریدا کې یوه خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې د جوبایډن ادارې طالبانو ته میلیاردونه ډالره لیږلي چې په خبره یې د نه منلو وړ کار دی.
جان کربي بیا امریکا غږ ته ویلي " افغانستان ته چې بشري مرستې رسیدلي، د افغانستان خلکو ته رسیږي، نه طالبانو ته. دا همداسې په میخانیکي ډول تنظیم شوې دي."
د طالبانو حکومت هم د ټرمپ دغه څرګندونې رد کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون ادعا وکړه چې امریکا افغانستان ته لېږل شوې ټولې پیسې پر خپلو اهدافو لګولي او د دوی حکومت ته یې نه دي ورکړي.
په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې سیګار ویلي، امریکا د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تراوسه څه باندې درې میلیارده ډالر افغانستان ته لیږلي دي.
متقي د اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
طالبانو له عربي متحد اماراتو څخه وغوښتل چې افغانانو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې تسهیلات رامنځته کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دا غوښتنه پرون متحد عربي اماراتو ته د سفر پرمهال د اماراتو له بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید آل نهیان سره د لیدو پرمهال وکړه.
د دې لیدنې کتنې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلې دي چې د دې خبرو پرمهال پر دوه اړاخیزو روابطو او اقتصادي همکاریو خبرې وشوې.
د متحد عربي اماراتو په بیان کې راغلې دي چې عبداله بن زاید ال نهیان ویلي دي چې هیواد یې د یوه هوسا، باثباته او پرمختللي افغانستان لپاره ژمن دی.
د امریکایي پوهنتون پخوانی استاد تیموتي ویکس ومړ
په کابل کې د امریکایي پوهنتون پخوانی استاد تیموتي ویکس چې کلونه کلونه له طالبانو سره یرغمل و وفات شو.
استرالیایی تیموتي ویکس او امریکایی کیفن کینګ په دوه زره شپاړسم کال کې له کابله اختطاف شول او په دوه زره نولسم کال کې د طالبانو د جګپوړي غړي انس حقاني په شمول د دریو تنو په بدل کې خوشي شو.
ده له ازادیدو وروسته اعلان وکړ چې مسلمان شوی دی او په ځان یې جبرییل عمر نوم کیښود.
ښاغلی ویکس په دوه زره یو ویشتم کال کې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته بیرته کابل ته ستون شو او هلته یې انګلیسي ژبه تدریسوله.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع په ایکسپاڼه کې لیکلي چې جبرییل عمر په کابل کې د چهارشنبې په ورځ په خپل کور کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.
بغلان کې پر دوو علماوو د ډزو مسولیت داعش ومانه
د رسنیو د راپور له مخې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په بغلان کې پر دوو دیني علماو د برید مسولیت منلی دی.
په بغلان کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند شیر احمد برهاني خبریالانو ته ویلي و چې دوه دیني علما تېره ورځ د نا پیژنده وسله والو تر برید لاندې راغلي چې یو یې وژل او یو بل یې سخت ټپي شوی دی.
د برهاني په خبره دغه دوه کسان د سې شنبې په ماښام له یوې میلمستیا کور ته پر لاره وو چې وسله والو پرې ډزې وکړې.
دغه برید کې وژل شوی دیني عالم عبدالرزاق یاد شوی دی.
داعش تر دې وړاندې بغلان کې د امام زمان پر جومات د برید مسولیت منلی و چې هغه کې لسګونه شیعه لمونځ کوونکي وژل او ټپيان شوي وو.