په روانه خپرونه کې له یوې معلولې نجلۍ سره غږیدلې یم چې په غبرګو لاسونو او پښو فلج ده او د خولې په وسیله رسامي کوي.
ربابه ۱۶کلنه نجلۍ ده چې اصلاً د غزني د مالستان اوسېدونکې ده دواړه لاسونه او پښې یې فلج دي، د معلولیت له کبله یې د ژوند ۱۶کاله د کوټې په کونج کې تیر کړی.
ربابه وایي، دا چې به کله کور کې یوازې وه او زړه به یې ډیر په تنګ شو نو په پټه به یې د خپلو خویندو کتابچو کې رسامي کوله نو کله به یې چې خویندو خپلې کتابچې لټولې په ربابې به یې شک نه کاوه ځکه د دې لاسونو خو په کار نه کاوه،د ربابې په وینا هغه احساس او درد چې د دې په زړه کې دی او نه شي کولای بیان یې کړي په تصویر کې یې بیانوي.
جوړوونکې:مسعوده نیازۍ