د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

د افغاني یاقوتو اوسنی بازار 


د ژوند شېبو په نننۍ خپرونه کې موږ د یوه داسې قیمتي کاڼي په اړه خبرې کوو چې تاسو ټول یې پېژنئ، یاقوت یو له هغو قیمتي کاڼو څخه دی، د نړۍ په کچ د ډبرو په منځ کې یو ځانګړی اهمیت لري.

له کلونو- کلونو راهیسې دا قیمتي ډبره د ډبرو د پادشاه په نوم هم یاده شوې او د خپل نه پټېدونکي ارزښت له مخې یې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې ځانګړی شهرت تر لاسه کړی دی.

یاقوت یو له هغو قیمتي ډبرو څخه دی چې په بېلابېلو سینګار توکیو کې کارول کیږي او مینوال یې له ډېره پخوا راهیسې کاروي.

د دغو قیمتي ډبرو معدنونه د افغانستان په جګدلک کې موجود دي او د دغو ډبرو نور ډولونه د بدخشان په اشکاشم او یو شمېر نورو سیمو کې موجود دي.

د یادو ډبرو رنګونه یې اکثری سره، ارغواني، ابي او دې ته نږدې دي چې پخوانیو شاهانو هم په ځانګړېو ډولونو کارولي چې یو شمېر نښې یې لا پاتې دي.

دا خپرونه دلته اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:00 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

XS
SM
MD
LG