ژوند هغه وخت کامیابه او انسانی بللی شو چې د بل مادي او معنوي حقونوته درناوی وشي.
د بل چا په شخصي ژوند کې مداخله کول په حقیقت کې د نورو په معنوي حقونو باندې تېری دی.
د اسلام په دین کې هم د نورو په کارونو کې مداخله کول رد شوې، خو مشوره یو اصل ګنل شوې هغه هم په هغه صورت کې چې مقابل لوري د مشورې ورکولو غوښتنه وکړي، که مشوره هم پرته له غوښتنې ورکړل شي د بل په شخصي ژوند کې مداخله ګنل کېږي.
ډیر ځله لیدل شوي چې بې ځایه مداخلو د کورنیو خوږ ژوند د زهرو په څېر تریخ کړی، اکثره وخت د کورنیو مشران په دې نظر وی چې د دوی مداخلې د اولادونو د خیر لپاره دي، خو ځینې ځوانان بیا دا نه مني.
له ځوانانو سره یو شمېر لویان هم وایي چې د خپل خپلوانو او دوستانو بې ځایه مداخلو ډېر ځورولی ان تر دې چې کله خو یې له همدې امله فشار او شکر هم لوړ شي.
د کابل اوسېدونکی نجیب دومره څه ګټي چې د غریبي شپې ورځې ورباندې تیرې کړي خو خپل خپلوان ورته وایي چې ته باید په لوړه سویه ژوند وکړې حال دا چې هغه خپله پوهیږي خو بې وزلي یې لاس پښې تړي.
ډیری وخت بیا د هغو کسانو په ژوند کې د دوستانو لخوا ډېره مداخله کېږي چې مجرد وي، واده یې نه وی کړي، د کابل اوسېدونکې مریم وایي هغه بیا تر هغه نه ورنه خلاصېږي چې د څو اولادونو خاوندان شي.
یوه بله مسله چې د دوستانو په منځ کې ستونزې پیدا کوي هغه د بل په شخصي ژوند کې داسې مداخله ده چې هغه ته د ستونزو سبب شي د ننګرهار یو تن اوسیدونکي په دې هکله کیسه کوي
د کابل اوسیدونکی احمد هم وایي چې ډیر ځله له داسې کسانو سره مخ شوي چې د نورو په شخصی ژوند کې مداخله کوي او ستونزې جوړوي.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: