د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

د زوکړې د نېټې نه لیکل کومې ستونزې پېښوي؟


د افغانستان په اکثره کورنیو کې چې کله ماشومان پیدا کېږي مشران د زوکړې دقیقه نېټه نه لیکي، بیا چې لوېږي د ژوند په هر پړاو او بېلابېلو ځایونو کې په دې خاطر چې د زېږېدنې نېټه یې نه وي مالومه له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

د زېږېدنې د نېټې په یاد ساتلو لپاره یو ښه کار د کلیزې نیول دي، که چېرې له لومړي کال نه د ماشوم سالګیره ونیول شي نو له یوې خوا به کوچنی په رواني لحاظ تازه وي بل به یې د زوکړې نېټه تل په یاد وي>

ځینې کسان فقر او نیستي د دې لامل بولي چې کلیزې نه نیسي، خو کله چې د خپرونې لپاره له خلکو سره غږېدلو اکثرو یې ویل چې که څوک وغواړي په ډېر لږ لګښت هم کلیزه نیولی شي.

د هغو کسانو چې د زوکړې نېټه نه ده مالونه نه یوازې په هېواد کې بلکې په بهر ملکونو کې هم له ګڼو مشکلاتو سره مخ کېږي.

د ننګرهار اوسېدونکې ځلا هم هغه ستونزې یادوي چې په بهر ملک کې دا چې د زېږېدنې نېټه نه وي مالومه خلک ورسره مخ کېږي.

تر دې دمه خو په دې وغږیدلو چې ځینې کورنۍ د اولادونه د زېږېدنې نېټه نه لیکي، نو ځکه خو کلیزه هم نه نیسي، خو داسې کورنۍ هم شته چې د بچي د زېږېدلو تاریخ ورته یاد دی خو سالګیریې نه نیسي، د پغمان اوسېدونکې ذکیه بې وزلي د دې لامل بولي چې د اولادونو کلیزه نشي لمانځلی.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG