افغانستان
د فاریاب په کوهستان کې سیلابونو ۳ ماشومان مړه کړي

د فاریاب ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې سیلابونو درې شپانه ماشومان مړه کړي او ګڼ شمېر کورنۍ یې زیانمنې کړې دي.
د کوهستان ولسوال امام الدین تقوی وايي چې د دې ماشومانو مړي موندل شوي دي.
تقوی زیاتوي، دې سیلابونو کرنیزې ځمکې او د خلکو څاروي هم زیانمن کړي دي.
خو د کوهستان ولسوالۍ د ایلین کلي یو اوسیدونکي عبدالرحمن پناه ازادي راډیو ته وویل چې د تلفاتو شمېر تردې زیات دی:
"د سیلابونو له کبله لس کسان اوبو وړي چې د دریو مړي موندل شوي او د اوو نورو لاهم نادرکه دي او سل کورونه له څارویو او هرڅه سره سیل وړي دي."
چارواکي او د سیمې اوسیدونکي وايي چې زیانمنې کورنۍ په خورا سخت حالت کې ژوند کوي او مرستو ته اړتیا لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو دفاع وزیر پاکستان د افغانستان د هوايي حریم په سرغړونه تورن کړ

د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب وايي، پاکستان د پکتیکا په برمل او همداراز کابل کې د افغانستان د هوايي حریم سرغړونه کړې او د وضعیت د ترینګلتیا مسوولیت د پاکستان په غاړه بولي.
ده نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:« یوځل بیا پاکستان د افغانستان هوائي حریم نقض کړ، ډېورند کرښي ته څېرمه دپکتیکا په مرغۍ ساحه کی یې په یوه ملکي بازار بمبار وکړ او د کابل پلازمیني قلمرو یې هم نقض کړ. دا د افغانستان او پاکستان په تاریخ کې یو بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن اقدام دی…»
د کابل ښارپه زړه کې تېره شپه د لږ تر لږه دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي " د یوې چاودنې " غږ اوریدل شوی چې په وینا یې زیان نه لري او په اړه یې پلټنه پېل کړې ده.
په تیرا کې د وسله والو په برید کې یوولس پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د خیبرپښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د وسله والو په یوه برید کې ۱۱ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل، یوې ډلې وسله والو چې شمېر یې شاوخوا سل تنه وو نن سهار وختي مهال، د تیرا په حیدرکنډو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ چې په نتیجه کې امنیتي ځواکونو ته دا مرګ ژوبله واوښته.
د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې خو په دې سیمه کې د پاکستاني طالبانو د تحریک ټي ټي پي وسله وال ډېر فعال دي.
د مشال خبریال وايي چې له پېښې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز لګېدلی دی او اوس مهال په تیرا کې د پاکستان د پوځ هیلیکوپټرې د وسله والو پرضد عملیات کوي.
راپورونه وايي، پاکستاني الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري کړې

په پاکستان کې امنیتي سرچینې وايي چې د دغه هیواد جنګي الوتکو د افغانستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالي د مارغه بازار سیمه بمباري کړې ده.
برمل ولسوالي د جنوبي وزیرستان ګاونډۍ ده.
تراوسه پورې د دې برید په نتیجه کې، چې تېره شپه شوی، د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
د طالبانو حکومت هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هند د باندنیو چارو وزیر اعلان وکړ، په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر په نوي دیلي کې د طالبانو له باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې اعلان وکړ چې په کابل کې به د هند تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړي.
هند د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته، خپل دیپلوماتان وایستل او وروسته یې یو تخنیکي ټیم کابل ته واستاوه.
جې شنکر پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، :« خوشاله دی چې په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړوي.
د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون هند ته په پنځه ورځني سفر لاړ.
دا له کله چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، هند ته د دوی د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دی.
د پاکستان دفاع وزیر وايي، هیواد یې د افغان کډوالو د مېلمه پالنې بیه پرې کوي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هیواد یې ۶۰ کاله د ۶۰ میلیونه افغان کډوالو کوربه و ، خو اوس د دې مېلمه پالنې بیه پرې کوي.
خواجه اصف، چې اشاره یې په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونو ته وه، پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) د پخواني صدراعظم عمران خان پر حکومت انتقاد وکړ چې د ده په وینا د ټي ټي پي زرګونه جنګیالي یې پاکستان ته پرېښودل او له هغوی سره یې خبرې پیل کړې.
ده د ټي ټي پي بریدونه د نه زغملو وړ وبلل او زیاته یې کړه چې هغه وخت رارسېدلی چې ټول افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ټي ټي پي غړي په پاکستان کې د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي، خو د طالبانو حکومت د پاکستان دا ادعا ردوي.
د ښځو د حقونو افغان فعالان به د مادرید د غونډې په دوهمه ورځ هم د قربانیانو کیسې واوري

د افغان ښځو لپاره د ولسي محکمې په نوم فعالان نن د دوهمې ورځې لپاره هم د اسپانیا په پلازمینه مادرید کې راټول شوي دي.
په دې غونډه کې د بشري حقونو کارپوهان، وکیلان، د ښځو د حقونو مدافعان او د مدني ټولنې فعالان ګډون لري.
د غونډې تنظیموونکي وايي چې د غونډې ګډونوال به نن بیا هم پر افغانستان د واکمنو طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانیانو کیسې او د څارنوالانو څرګندونې واوري.
د پلان له مخې سبا د غونډې په دریمه او وروستۍ ورځ به د طالبانو چارواکو ته نیم ساعت فرصت ورکړل شي څو پر دوی د لګول شویو تورونو پر وړاندې د ځان دفاع وکړي. که څه هم قضايي پلاوی وايي، د طالبانو له لوري یې تردې دمه کوم رسمي ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د د تنظیموونکو په وینا دې غونډې هدف په ځانګړې توګه افغان ښځو او نجونو ته د دې فرصت برابرول دي څو د زده کړو، کار او په ټولنه کې د دوی پر ګډون د بندیز او د طالبانو د نورو پراخو محدودیتونو په اړه شاهدي ورکړي.
د نوې ډیلي او کابل دوه اړخیز اړیکي او سیمه ایز مسایل به په هند کې د متقي د خبرو مهمه برخه وي

د هند د بهرنیوچارو وزارت وايي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو له وزیر امیرخان متقي سره د هندي چارواکو خبرې به له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسایلو په اړه متمرکزې وي.
دا خبره د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال نن پر خپله ایکس پاڼه د ښاغلي متقي د رسېدو له خبر سره یوځای ورکړ.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد بېګا ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یوه غږیز پیغام کې وویل، متقي د هند په رسمي بلنه نوې ډيلي ته روان شوی او تمه ده چې له خپل هندي سیال ایس جې شنکر او نورو چارواکو سره به پر سیاسي، اقتصادي، تجارتي او د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.
دا په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته هند ته د طالبانو د ترټولو جګپوړي ډيپلومات لومړنی سفر دی. د هندي رسنیو د راپور له مخې دا سفر پنځه ورځنی دی.
د افغانستان او پاکستان د فوټبال لوبه او په ویزو کې د ځنډ له کبله پر اسلام آباد انتقادونه

د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام د غوراوي په دریم ګروپي پړاو کې نن لوبه کوي.
دا لوبه نن د کابل په وخت د ماسپښین په یوه نیمه بجه د اسلام اباد په جناح لوبغالي کې په پام کې ده.
د راپورونو له مخې افغان لوبغاړي او د ملي لوبډلې تخنیکي کدر پرون د تلې په ۱۶مه اسلام آباد ته روان شول.
په همدې حال کې یوشمېر روزونکي افغان لوبغاړو ته د ویزو په ورکولو کې د ځنډ له کبله پر پاکستان انتقادونه کړي دي.
د جرمني د فوټبال په فدراسیون کې د فیفا نړیوال روزونکي علي عسکر لعلي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې د ویزو د ځنډېدو له کبله افغان لوبغاړو دا فرصت نه درلود چې د دې حساسې لوبې لپاره تمرین وکړي، خپله دمه جوړه کړي او یا لوبډله لوبې ته چمتو کړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وروستیو کې اعلان وکړ چې لوبغاړو ته د پاکستان د ویزو په ورکړه کې د ځنډ له کبله یې د آسیا د فوټبال فدراسیون ته شکایت کړی دی.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د تلو راتلو په دې پړاو کې یوځل نن او بل ځل د سه شنبې په ورځ د اکتوبر په ۱۴مه سره مخامخ شي.
د افغانستان کرکټ لوبډلې د پنځوس اوره سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دیش څخه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوره سیالیو لومړۍ لوبه له بنګله دیش څخه د پنځو ویکټو په توپیر وګټله.
دا لوبه پرون چهارشنبې د دوبۍ په شیخ زاید ستډیوم کې ترسره شوه.
د بنګله دیش لوبډلې پچه ګټلې او بیټنګ یا توپوهنه یې غوره کړې وه چې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یې افغانستان ته د ۲۲۱ منډو هدف ټاکلی و. افغان لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځیدو، په ۴۷ اور کې دغه هدف پوره کړ.
د دې لوبلړۍ دوهمه سیالي د اکتوبر په ۱۱مه او درېیمه او وروستۍ هغه یې د اکتوبر په ۱۴مه ترسره کیږي.
د یو ورځنیو لوبو دا لوبلړۍ داسې مهال پیلیږي چې بنګله دیش له افغانستان څخه درې واړه شل اوره سیالۍ وګټلې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ هند ته په سفر ولاړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د چهارشنبې د ورځې ناوخته په یوه غږیز او لیکلي پیغام کې چې پرخپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې خپورکړی ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې له ناستو وروسته د هند په رسمي بلنه د نوي ډیلي پرلور روان شو. د هغه په ټکو ښاغلی متقي به هند ته په دې سفرکې له خپل هندي سیال ایس جې شنکر او نورو چارواکو سره پرګڼو سیاسي، اقتصادي، تجارتي او د افغانستان او سیمې د اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.
دا د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته هند ته د طالبانو د حکومت د ترټولو جګپوړي چارواکي لومړنی سفردی چې هندي رسنیو هغه پنځه ورځنی سفریاد کړی دی.
متقي، چې امنیت شورا بهرنیو هیوادونو ته د هغه پر سفر بندیز لګولی، وروسته له دې هند ته ځي، چې د نوي ډیلي په غوښتنه، د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، په موقت ډول د نوموړي سفر ته اجازه ورکړه.