افغانستان
حمیدي: له فساد سره د مبارزې عدلي مرکز به د حکومت مبارزه همغږې کړي
د افغانستان لوی څارنوال وايي، له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي مرکز پرانیستل به په دې برخه کې د افغان حکومت هڅې همغږې کړي.
لوی څارنوال فریدحمیدي نن په یوه غونډه کې په کابل کې وویل چې د دې مرکز پرانیستل به د فساد په وړاندې د حکومت مبارزه همغږې کړي او هم به د سیاسي لاسوهنو مخه ونیسي.
نن سهار افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه غونډه کې له فساد سره مبارزه ناکافي وبلله او له فساد سره د مبارزې د عدلي مرکز د پرانیستلو اعلان یې وکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د بریټانیا په ختیځ کې لږ تر لږه ۹ تنه د چاقو په ګوزارونو مرګوني ټپيان شوي
پېښه شنبه ماښام د کمبریج شایر په یوه ټرین کې دننه شوې ده.
د بریټانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو لږ تر لږه دوه کسان د دغې پېښې په تړاو په هټنګټن تمځای کې نیولي دي.
د بریټانیا صدراعظم دا پېښه کییرسټارمر دا پېښه وحشتناکه او د جدي اندېښنې وړ بللې ده.
افغانستان او زیمبابوې د دریمې شل اووریزه لوبې لپاره سره مخامخ کېږي
ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې نن (د نوامبر ۲مه) په دریمه شل اووریزه لوبه کې سره مخامخ شي.
دا لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۴ بجو د کوربه زیمبابوې د پلازمېنې هرارې د کرکټ په لوبغالي کې په پام کې ده.
نننۍ لوبه به د دریو شل اووریزو لوبو د لړۍ وروستۍ سیالي وي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه مخکینۍ سیالۍ دواړه افغانستان ګټلې دي.
افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۹مه د ۵۳ منډو په توپیر او دوهمه لوبه د اکتوبر په ۳۱مه د اوو منډو په توپیر له کوربه زیمبابوې څخه وګټله.
افغان خبریال سیدراشد کاشفي له زندانه خوشې شو
آزاد خبریال سیدراشد کاشفي په کابل کې د شاوخوا اوه میاشتې بند له تېرولو وروسته آزاد شو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکوي چې ښاغلی کاشفي پرون د لړم په لسمه د ماښام په شاخوا اوو بجو د کابل د استخباراتو له زندان څخه خوشې شو.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د کاشفي د خلاصېدو هرکلی کړی خو تینګار یې کړی چې د دې خبریال، اساسي حقوق په جدي ډول ترپښو لاندې شوي.
راشدکاشفي د روان هجري لمریز کال د وري یا حمل په ۲۴مه په بهر کې له فعالو رسنیو سره په همکارۍ تورن شو او وروسته د کابل لومړنۍ محکمې نوموړی په یوه کال زندان محکوم کړ.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یو بیان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو حقونو ته درناوی وکړي او ورسره ټول نیول شوي خبریالان خوشې کړي او اجازه ورکړي چې د هېواد د رسنیو له قانون سره سم، له ګواښ، فشار او وېرې پرته کار وکړي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې اوس مهال لږترلږه اوه تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په توقیف کې یا پر دوی د حبس د لګول شویو حکمونو د تېرولو په حال کې دي.
په فرانسه کې یو افغان وګړی له داعش ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوی دی
د فرانسې امنیتي ځواکونو یو افغان وګړی د اسلامي دولت ډلې- داعش له یوې څانګې سره د اړیکو په تور نیولی دی.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپور له مخې د فرانسې د تروریزم ضد څارنوالانو ادارې نن وویل، دې شل کلن ځوان چې تېره اونۍ په لېون ښار کې نیول شوی، د یوې تروریستي جنایي ډلې په چوکاټ کې فعالیت کاوه او د تروریستانو له یوې ادارې سره یې مالي مرسته کوله، د محاکمې تروخته به په توقیف کې وي.
پر دې افغان تور دی چې داعش ډلې ته یې مالي مرسته ورکوله او د ټولنیزو شبکو له هغې ډلې ټیک ټاک او سنپ چټ له لارې یې تبلیغات ورته کول.
د داعش خراسان څانګه په بېلابېلو حملو کې په لاس لرلو تورنه ده چې په دې ډله کې په افغانستان کې ګڼ بریدونه او همداراز د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشتې برید شامل دي.
د طالبانو حکومت په بېلابېلو ولایتونو کې د استوګنې نهه ښارګوتي مسترد کړي دي
د طالبانو حکومت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د استوګنې د هغو ښارګوټو د استرداد خبر ورکوي چې وايي، ځمکې یې غصب شوې دي.
د عدلیې وزارت نن (د لړم ۱۰مه) په یوه بیان کې ویلي دي چې په دې ترڅ کې نهه ښارګوټي د ځانګړو محکمو د حکمونو په اساس په بشپړ ډول مسترد شوي او ځمکې یې اماراتي یا دولتي اعلان شوې دي.
د بیان له مخې دا ښارګوټي له ۵۰ زره جریبو ډېره غصب شوې ځمکه رانغاړي. بیان په کابل کې د ملا تره خېل، سردارمحمد داوود خان او ملاعزت ښارګوټي، په بلخ کې د خالد بن ولید، په میدان وردګو کې د شهرنو، په غزني کې د حکیم سنايي او نوآباد او په ننګرهار کې د حاجي قدیر او اسحق ګېلاني د ښارګوټو د بشپړ استرداد یادونه کوي.
په بیان کې همداراز یادونه شوې چې د ځینو نورو ښارګوټو ځمکې هم په قسمي یا بشپړ ډول راګرځول شوي او امارتي یا دولتي تثبیت شوي دي.
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وايي چې په تېرو دریو کلونو کې د استوګنې پر ښارګوټو سربېره شاوخوا څلور میلیون جریبه نوره ځمکه هم د ټول هېواد په کچه امارتي تثبیت شوې ده.
د تورخم لاره د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره په موقت ډول خلاصه شوه
د تورخم لاره د لنډ وخت لپاره هېواد ته د راستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ خلاصه شوه.
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي راډیو ټلویزیون راپور ورکوي چې د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټولو ترانزیتي لارو له بندېدو نژدې شل ورځې وروسته نن (د لړم ۱۰مه) یوازې د افغان کډوالو پرمخ خلاصه شوه.
د آزادۍ راډیو د مشال څانګې خبریال هم د چارواکو له قوله راپور ورکوي چې دا لاره خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره پرانیستل شوې ده.
د خبر له مخې دا لاره نن پرانیستې وه او ښايي سبا هم خلاصه وي خو د مسافرو او سوداګریزو موټرو پرمخ به بنده وي. د مشال راډیو خبریال زیاتوي چې سلګونه لارۍ او مسافر اوس هم د تورخم دواړو غاړو ته بند پاتې دي.
د مشال خبریال وايي چې له تورخم پرته د افغانستان او پاکستان ترمنځ نورې ټولې ترانزیتي لارې لاهم بندې دي. پاکستان دا لارې د طالبانو له ځواکونو سره تر خونړیو نښتو وروسته د اکتوبر په ۱۲مه نېټه وتړلې.
افغانستان او زیمبابوې په دریمه او وروستۍ شل اووریزه سیالۍ کې سره مخامخ کېږي
ټاکل شوې چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبدلې د یکشنبې په ورځ د دریمې او وروستۍ شل اووریزې سیالۍ لپاره سره مخامخ شي.
د زیمبابوې په کوربه توب دا لوبه سبا د کابل په وخت د مازیګر په څلورو بجو په پلازمېنه هرارې کې په پام کې ده.
افغانستان له زیمبابوې سره د دریو شل اووریزو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي د ۵۳ منډو او دوهمه د اوو ویکټو په توپیر وګټله.
افغان محصلین پاکستان کې د ویزو د نویو مقرراتو څخه سرټکوي
د افغان محصلینو نړیوالې ټولنې د پاکستان لخوا د دغو محصلینو لپاره د ویزې ورکولو په پروسه کې د نوي بدلون په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
دې ټولنې د اکتوبر په ۳۱مه د جمعې په ورځ یوه اعلامیه خپره کړه، چې پکې ویل شوي چې د پاکستان حکومت د افغان محصلینو لپاره د ویزو ورکولو په اړه خپل مقررات بدل کړې دي او ګڼ شمېر افغان محصلین له شاوخوا اتو میاشتو راهیسې د ویزو په تمه دي.
د افغان محصلینو د نړیوالې ټولنې په وینا، د نوې پالیسۍ له مخې، افغان محصلین باید د یو پاکستانی کفیل الیکترونیکي هویت کارټ وړاندې کړي .
د افغان محصلینو نړیوالې ټولنې زیاته کړه چې افغان محصلین لا دمخه د حکومت د سکالرشپ پروګرامونو لخوا سکرین شوي او منل شوي دي او د پاکستاني کفیل یا سپانسر درلودل غیر ضروري خنډونه رامینځته کوي.
دې ټولنې د پوهاوي لوړولو او ړ ډیپلوماتیکې او بشري پاملرنې راجلبولو لپاره د نړیوال کمپاین د پیل اعلان هم وکړ، او ویې ویل چې تر اوسه پورې د افغان زده کونکو د ستونزې د حل لپاره د دوی هڅې بې پایلې دي.
دا په داسې وخت کې راځي چې پاکستان په دې وروستیو کې د پولو په اوږدو کې د پاکستاني سرتیرو او افغان طالبانو ترمنځ د نښتو له امله له افغانستان سره خپلې ټولې پولې تړلي، او دې عمل د دواړو هیوادونو ترمینځ د تګ راتګ او سوداګري لپاره ډیرې ستونزې رامینځته کړې دي.
خواجه اصف : افغان طالبان دې پاکستان کې سوله تضمین کړي
د پاکستان دفاع وزیر وايي چې افغانستان (د طالبانو حکومت) باید په پاکستان کې سوله تضمین کړي
خواجه اصف ویلي چې پاکستان به د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او بلوچستان لبریشن آرمی یا (بي ایل ای) په ګډون د هیڅ ډلې ترهګري ونه زغمي، او ددوی بریدونه به د سخت غبرګون سره مخ شي.
خواجه آصف د سما تلویزیون په نوم د یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې، ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت له پولو لیرې سیمو ته د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د غړو د لیږد لپاره د ۱۰ ملیارد پاکستاني روپیو غوښتنه کړې ده.
د خواجه اصف په وینا، پاکستان چمتو دی چې دا اندازه پیسې ورکړي، مګر د طالبانو حکومت چمتو نه دی چې کوم تضمین ورکړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د پاکستان د دفاع وزیر د دې نویو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په ټینګار ویلي چې هیڅ کومې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره دنورو هیوادونو خلاف وکاروي.
خواجه اصف زیاته کړه چې د دوی د پلاوي اوسني غړي به د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کې برخه واخلي، او که پرمختګ وشي، نو لوړ پوړي چارواکي به په پلاوي کې شامل شي، او د نومبر په شپږمه به د سرحدي ستونزو د حل لپاره یو نوی میکانیزم جوړ شي.
پاکستان وايي، له افغانستان سره اوربند ټینګ دی او د کابل له لوري یې ډاډ ترلاسه کړی دی
پاکستان وايي چې له افغانستان سره اوربند تراوسه ټینګ دی ځکه د کابل له لوري یې ډاډ ترلاسه کړی دی.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاند طاهر اندرابي نن (د لړم ۸مه) په اسلام آباد کې په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل چې اوربند پرځای دی خو اسلام آباد به هرراز پارونو ته ځواب ورکړي.
اندرابي زیاته کړه چې کابل په دې برخه کې دوی ته ډاډ ورکړی دی.
په عین حال کې ترکي چارواکو ویلي دي چې د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې به د نوامبر په ۶مه په استانبول کې بیا پیل شي.