ځينې ځوانان ګیله من دي چې په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې یو شمېر استادان د درس په ځای داسې سیاسي او غرضي بحثونه کوي چې محصلان په ډلو سره ویشي او په خپله ځيني محصلان هم د پوهنتون اکاډميک چاپېریال په سیاسي، قومي او نورو پاروونکو موضوعاتو د خپلې مبارزې ډګر ګرځوي.
که تاسې هم په داسې پوهنتون کې درس وايئ چې کله نا کله ورته بحثونه په کې کیږي او ستاسې د درس خنډ ګرځي نو څه کولی شئ چې هغه مشکل له منځه یوسئ؟ په نننۍ تاندې څانګې کې پرې غږېدلي یو.
پوهنتون هغه اکاډميک ځای دی چې محصلان پکې بې له کوم سیاسي، مذهبي، ژبني او قومي تعصبه خوندي چاپېریال ته ضرورت لري او باید استادان په کې د خپلو وظایفو د لایحې پر بنسټ محصلانو ته له ټاکل شوي درسي نصاب سره سم درس ورکړي خو ځينې محصلان که یو خوا شکایت کوي چې یو شمېر محصلان په پوهنتون کې د ننه سیاسي فعالیتونه کوي نو بلخوا پر هغو استادانو نيوکه کوي چې د پوهنتون اکاډميک چاپېریال يې د خپلې سیاسي مفکورې د پلي کولو ډګر ګرځولی دی.
دوی وايي چې ځينې استادان د دې په ځای چې درس ورکړي محصلان يې د خپلو سیاسي بحثونو له کبله په ډلو سره ویشلي او د دوی تر منځ يې اختلافات پېدا کړي دي.
د پکتېکا بادشاه جان او د کابل اوسېدونکی صدیق وايي چې استادان يې د ځينو سیاسي کسانو بد او د ځينو ښه وايي، ځينې خبرې له ځانه د خپلې خوښې سیاسي کس پورې د دې لپاره تړي چې خپله سياسي مفکوره محصلانو ته ورانتقال کړي. چې کله کله د زده کوونکو او محصلانو تر منځ د نظر د اختلاف په صورت کې شخړې او زړه بدون هم رامنځ ته شوی دی.
یوه بله پېغله حسنه وايي:
"زموږ یو استاد دی، خدای دې خېر ورکړي. په همدغو خبرو مو بحث سره وکړ، اوس يې ما سره عقده اخیستې، زما سلام ته حتی علیک نه وایي. که د درس موضوع د دولت په اړه وي خو پروا نه کوي کنه نو زما په نظر په ټولګي کې باید دوی یوازې خپل مضمون تدریس کړي او حق نه لري چې له درسه پرته په بل څه باندې بحث وکړي."
له پوهنتون څخه بهر هم ځينې کړۍ شته چې محصلان پخپله ګټه کاروي او دوی ته دولت ضد دسيسې ورزده کوي. دې ته ورته خبرې د کابل پوهنتون محصلان نورالله، عبېدالله وردګ او عزیز احمد کوي.
(استاد) یوه داسې کلمه ده چې زده کوونکی ترې د مهربانۍ تمه لري خو په افغانستان کې د مکتبونو او د پوهنتونونو د استادانو له چلنده په دې لحاظ هم کله کله شاګردان خفه وي چې د یوه دیکتاتور په څېر له خشونټه ډک چلند ورسره کوي او په ډول ډول دلایلو محصلان تهدیدوي او ډاروي يې.
دوه ځوانان بادشاه جان او محمد اتل وايي چې که کله دوی له استاد سره پر داسې مسایلو چې په ټولګي کې دې سیاسي بحث ته لمن نه وهي، د نظر اختلاف رامنځ ته شوی نو استادانو یې تهدید کړي او ورته ويلي يې دي چې په ازموینه کې به سره ګورو او که کله يې د پوهنتون ادارې ته شکایت کړی نو هلته هم د استاد زور ورباندې بر شوی دی.
د بشري حقونو مدافع او د ټولنيزو چارو کارپوه امان الله هوسا وایي چې ټولې ادارې، خصوصاً پوهنتونونه او مکتبونه باید تر خاصې څارنې لاندې وي چې اوس نه دي او له کبله یې دغه مسایل رامنځ ته شوي دي، ښاغلی هوسا زیاتوي چې هر سړی د خپل کار لپاره پېدا دی او د استاد کار درسي نصاب سره سم خپلو محصلانو ته تدريس دی، نه پر دوی د خپلې سیاسي مفکورې تپل.
دغه اکاډميکې ساحې تر څار لاندې دي او که نه، په اړه به وروسته د لوړو زده کړو وزارت د یوه چارواکي نظر وپوښتو.
د کابل پوهنتون د انجينري پوهنځي استاد نجیب الرحمن صبوري وايي چې یو باتجربه استاد د درس پر مهال او د ځینو نورو اړوند موضوعاتو په اړه په خبرو کې د موضوع تحلیل کولی شي خو باید د قضاوت تر حده لاړ نه شي، ځکه همدا قضاوت دی چې د نظر اختلاف راپاروي.
څه موده وړاندې د ځینو محلي رسنیو لخوا په یوه خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي وو چې د کابل پوهنتون د شرعیاتو یو استاد افراطیت ته د محصلانو د هڅولو په تور ونیول شو او ورپسې د ننګرهار پوهنتون هغه ۲۵ محصلان چې کابو اته میاشتې وړاندې په یوه مظاهره کې هله ونیول شول چې د افغان حکومت ضد شعارونه یې ورکول او د دولت د مخالفو وسله والو بېرغونه یې له ځانه سره لېږدول محاکمه شول او د بند سزا ورته واورول شوه.
د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین د ننګرهار پوهنتون دغو محصلانو ته په اشارې سره وايي چې دوی د داسې فعالیتونو مخنیوی کوي او هيڅوک نه پرېږدي چې اکاډميکې ساحې د خپلو اغراضو لپاره په دې ډول وکاروي.
ښاغلی فیصل همدا راز وايي چې دوی وخت په وخت په دې برخه کې د محصلانو او د استادانو د عامه پوهاوي د لوړاوي لپاره یو شمېر سيمینارونه او کنفرانسونه جوړوي چې پکې ورښودل کیږي، له ټاکل شوي کريکولم یا درسي نصاب څخه پرته موضوعات دخیل نه کړي. دی وايي چې که چېرې بیا هم محصلان په پوهنتون کې د استادانو لخوا له داسې بحثونو سره مخ کیږي نو شکایت دې وکړي.
تر دې مخکې چې خبره رسمي شکایت کولو ته ورسيږي، دوه نورې لارې هم شته چې محصلان پخپله پخپل ټولګي کې د مضره سیاسي بحثونو مخه نیولی شي.
کومې لارې؟ ښاغلی نجیب صبوري وايي چې محصلان کولی شي چې کله يې استاد له موضوع بلې خوا ته ځي نو د موضوع اړوند پوښتنه دې داسې مطرح کړي چې استاد بېرته موضوع ته راولي. دویمه دا چې د ټولګي نماینده دې استاد ته ورولېږي چې ورته ووايي د ده سياسي بحثونو يې پر محصلانو ناوړه اغیز کړی او مشکلات يې پېدا کړي نو ځکه ښه ده چې هغه مسایل مطرح نه شي چې محصلان پخپل منځ کې په جنګ سره اړوي او دریمه دا چې که دا د استاد خوی و نو ادارې ته دې د هغه استاد په اړه شکایت وکړي.
کاش هغه استادان چې په ټولګي کې د درس پر ځای اضافي سیاسي او نور بحثونو کوي د لغمان د یوه اوسېدونکي ځوان شوکت علي د زړه درد حس کړي چې د همداسې استادانو له کبله یې درس پرېښود، کنه نو ده خو غوښتل چې انجينر شي.
ښايي د شوکت علي په څېر ګڼ ځوانان وي چې د خپل ښوونځي یا د پوهنتون د هغې فضا له کبله چې د علم پر ځای په اضافي، بې ځایه او مضره بحثونو ککړه شوې، زړه توري شوي وي.
نننۍ تاندې څانګې رانغاړو. دا خپرونه پر فېسوک وڅارئ:
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:
او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:
یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين ۰۲:۴۰ او تکرار يې هره سې شنبې سهار ۱۰:۳۰ خپريږي.