د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۱

د تاجور کاکړي ژوند او مبارزې

په نننۍ خپرونه کې د یوې فعالې او مبارزې مېرمنې تاجورکاکړ په ژوند او فعالیتونو خبرې کوو چې کلونه کلونه یې د خپل ژوند او نورو افغانو مېرمنو لپاره مبارزه کړې او سختۍ یې ګاللي دي.

تاجوړ کاکړ اصلا د کندهار اوسېدونکې ده پلار یې په کندز کې دنده لرله اغلې کاکړ هلته لویه شوې ده د کندز په بلقیس لېسه کې یې زده کړې کړي دي او تر دارلمعلمین پورې یې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړې، تر فارغېدو وروسته د بلقیس په لېسه کې د ښوونکي په صفت مقرره شوې، خو زده کړې یې په اسانۍ نه دي کړي د پلار تر وفات وروسته یې د ژوند ترخې ورځې پیل شوې، دا لا د ۱۱کلونو ماشومه وه چې نامزد شوه، په ۱۵کلنۍ کې واده شوه او له واده یو کال وروسته یې لومړی ماشوم پیدا شو، دا چې په دومره واړه عمر کې یې ماشوم پیدا شو او زده کړې یې هم سر ته نه وې رسولې دا هرڅه یې څنګه سمبال کړل او د ژوند له کومو کړاوونو سره مخ شوه؟

د ثور په اوومه کله چې په افغانستان کې سیاسي حالت بدلون وموند په دې وخت کې مېرمن کاکړ په کندز کې د ښوونځي مدیره وه، د وخت حکومت نوموړې کابل ته روا وغوښته چې له دوی سره په ګوند کې شامله شي، خو مېرمن کاکړ دا خبره ونه منله نو هماغه وه چې بیرته کندز ته لاړه او هلته یې د همدې خلاف ورزۍ په خاطر د دې ماشومان له ښوونځي نه ویستل او حتی په دې یې سړکونه جارو کړل وروسته بیا په جبري ډول په زندان کې استاده شوه خو مېرمن کاکړ په زندان کې هم خپلو هڅو ته ادامه ورکړه او هلته یې مېرمنو ته قالین بافي او خیاطي زده کوله، بلاخره زنداني شوه دا چې څنګه زندان ته لاړه او څومره وخت یې هلته تېر کړ په نننۍ خپرونه کې به یې واورئ:

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

نیمه نړۍ
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:55 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG