د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

نړۍ

عراق کې له زرغونې سیمې د مظاهره چیانو د ایستلو هڅې کېږي

د عراق امنیتي ځواکونو د بغداد په زرغونې سیمې کې د مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکې بهونکي ګاز څخه کار اخیستی او هوايي ډزې یې کړي.

د غلته د شیعه ملا مقتدا صدر سلګونه پلویان د بغداد زرغونې سیمې ته ننوتي دي او ځینو یې د پارلمان او کابینې ودانۍ اشغال کړي دي.

له مظاهره چیانو څخه د علي محمد په نوم یو تن د رویټرز خبري اژانس ته داسې وویل:

"خلک پر خپل ځان د واکمنۍ لپاره سم ځای ته راغلي دي، زموږ یوازینۍ مشروع غوښتنه د اوسني حکومت پر ځای د خپلواکو تیکنو کراتانو د یوې کابینې رامنځ ته کېدل دي، موږ اوسني حکومت او شعارونو ته یې " نه " وایوو."

تر دې مظاهرې مخکې د عراق د پارلمان وکیلانو د دې هېواد په حکومت کې د اصلاحاتو په اړه له رای ورکولو ډه ډه وکړه.

د شنبې د ورځې په پیل کې شیعه بانفوذه ملا مقتدا صدر عراقي سیاستوال تورن کړل چې د فساد پر ضد د مبارزې د ناکامولو هڅې کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بلوچستان په غرنیو ځنګلونو کې د اور وژنې هڅې روانې دي

د بلوچستان په غرونو کې اور (آرشیف)
د بلوچستان په غرونو کې اور (آرشیف)

پاکستاني چارواکي وايي چې د بلوچستان ایالت په غرنیو ځنګلونو کې د لګېدلي اور د وژنې لپاره هڅې روانې دي.

د اطفایې سلګونه کارکوونکو نن په داسې حال کې چې درانه وسایل یې کارول، د دې اور د وژنې هڅه کوله. چارواکي وايي چې دا اور اوس د انسانانو د استوګنې سیمو او څارويو ته ګواښ کوي.

د غرنیو بوټو دا اور چې له څو میاشتو وچې هوا وروسته لګېدلی د بلوچستان کوهلو Kohlu سیمې ته د پراخېدو په حال کې دی.

د سیمې د ځنګلونو د ساتنې یوه مسوول اسلم بُزدار د جرمني خبري آژانس ته ویلي چې د دې اور د لګېدلو علت اقلیمي بدلون دی. یوه بل سیمه ایز چارواکي آژانس ته وویل چې د وچو جلګو له سوځېدو وروسته دا بل شوی اور، زرګونه هکتاره ګڼ ځنګلونه ګواښي ځکه سخت باد، په سیمه کې د اطفایې مامورین کار ته نه پرېږدي.

د پاکستان د هواپېژندنې اداره وايي، د موسمي بارانونو له کبله د ژمي په موسم کې د ځنګلونو اور، مخکې له دې ساری نه لري، خو د نوموړې ادارې په وینا، په وروستيو کلونو کې د ژمي په موسم کې هوا ډېره وچه وي.

ګوتیریش له حماس ډلې غواړي چې د اسراییلي برمته وو، د خوشې کولو لړۍ ته دوام ورکړي

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

د ملګروملتونو سرمنشي له فلسطینۍ حماس ډلې غوښتي دي چې د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو لړۍ ته دوام ورکړي.

انتونیو ګوتیریش دا غوښتنه نن، (د فبروري ۱۱مه) یوه ورځ وروسته له هغه وکړه چې حماس ډلې د برمته وو، د خوشې کولو د لړۍ د ځنډولو پلان اعلان کړ.

ښاغلي ګوتیریش په خپل بیان کې ویلي دي چې باید د شخړو د بیا پیل لپاره د ټولو هغو دلایلو مخه ونیول شي چې یوځل بیا په غزه کې د یوې لویې تراژیدۍ سبب کېدای شي.

حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، پرون دوشنبې اعلان وکړ چې د اسراییلي برمته وو، د خوشې کولو بهیر به د هغه څه په خاطر چې دې ډلې د غزې له اوربند څخه د اسراییلو سرغړونه بللې ده تر بلې خبرتیا وځنډوي.

د حماس دې اعلان د غزې د جګړې د بیا پیل وېره رامنځ ته کړې ده.

د روسیې پر ساراتوف ښار د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو برید صنعتي تاسیسات زیانمن کړي دي

د روسیې په ساراتوف ښار کې یوه ودانۍ، د اوکراین له ډرون برید وروسته (آرشیف)
د روسیې په ساراتوف ښار کې یوه ودانۍ، د اوکراین له ډرون برید وروسته (آرشیف)

د روسیې د ساراتوف سیمې والي وايي، د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د سیمې صنعتي تاسیسات زیانمن شوي دي.

رومان بوسارګین نن سهار وختي پر خپله ټلګرام پاڼه ولیکل چې د روسیې د هوايي مدافعې ځواکونو دا ډرونونه شنډل کړل خو د هغه په وینا د ساراتوف ځینې صنعتي شرکتونه زیانمن شوي. بوسارګین وايي په هغو ځایونو کې چې د دې ډرونونو ټوټې رالوېدلي دي عملیاتي خدمات روان دي. نوموړی زیاتوي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې بېګاني برید مرګژوبله نه ده اړولې.

په عین حال کې د روسیې دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د هوايي مدافعې ځواکونو تېره شپه د اوکراین ۴۰ ډرونونه ویجاړ کړل. بیان زیاتوي چې له دې ډلې یوازې ۱۸ د ساراتوف ښار په فضا کې ویشتل شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وايي په افغانستان کې امریکايي وسلې د داعش لاس ته لوېدلي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نابینزیا
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نابینزیا

په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې سفیر وایي افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د داعش خراسان ولایت څانګې فعالیتونه تصادفي او بې علته نه دي.

واسیلي نابینزیا امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په بیګانۍ غونډه کې ادعا کړې چې نړیوالې ټولنې افغانستان کې امریکايي وسلو ته د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د لاسرسي مخه سمه نه ده نیولې.

هغه زیاته کړه چې له افغانستانه د ناټو ګډوډ وتل د دې لامل شول چې ګڼې وسلې پاتې شي او بالاخره د داعش لاس ته ولویږي. د روسیې سفیر وویل شرایط باید له پامه ونه غورځول شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پرون د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې په دې بحثونه وشول چې داعش افغانستان او سیمه کې یو ترهګریز ګواښ دی.

د هادي مطر محاکمه په نیویارک کې پيل شوه - هغه پر سلمان رشدي په برید تورن دی

پر سلمان رشدي په مرګوني برید تورن امریکايي لبنانی هادي مطر
پر سلمان رشدي په مرګوني برید تورن امریکايي لبنانی هادي مطر

پر سلمان رشدي د برید په تور د نیول شوي امریکايي – لبناني محاکمه پرون په نیویارک کې پيل شوه. ۲۷ کلن هادي مطر چې لبناني الاصله امریکایی دی تورن دی چې شاوخوا دوه کاله مخکې یې په سلمان رشدي باندې د نیویارک په شوتاکوا سیمه کې مرګونی برید کړی دی.

۷۷ کلن هندي – بریټانوي لیکوال سلمان رشدي په هغه برید کې چې د چړو په واسطه پرې شوی وو سخت ټپي شو.

د یاد برید په سبب د سلمان رشدي یوه سترګه ړنده شوې او لاس یې هم له کار لویدلی.

هادي مطر بیا د دوشنبې په ورځ په محکمه کې ځان بیګناه باله او د آزاد فلسطین شعار یې ورکړ.
سلمان رشدي چې د لانجمن «شیطاني ایتونو» کتاب لیکوال دی د ایران پخواني مذهبي مشر ایت الله خمیني یې د مرګ فتوا ورکړې وه.

هغه ډېر کاله د مرګ او برید له ویرې پټ ګرځېده او ګڼ واره پرې د برید هڅې شوي.

د نړۍ ډېری مسلمانان په دې باور دي چې رشدي د «شیطاني ایتونو» په کتاب کې [کفر] ویلی دی.

د رشدي ځینې نور کتابونه لکه «شرم» او د «نیمې شپې هلکان» هم له ګڼو عکس العملونو سره مخ شوي.

جرمني: اوکراین ته اوږده واټن ویشتونکي توغندي نه لیږو

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ - عکس ارشیف
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ - عکس ارشیف

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ یوځل بیا هغه احتمال چې هېواد یې اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکي تاروس توغندي واستوي رد کړ.

ښاغلي شولڅ د خپل محافظه کار سیال له هغه نظر سره مخالفت وکړ چې وايي د روسیې په خاوره کې د اهدافو د ویشتلو لپاره باید اوکراین ته ویجاړوونکې وسلې ورکړل شي.

هغه په داسې حال کې چې د جرمني عمومي انتخاباتو ته دوه اونۍ پاتې دي، پرون د محافظه کار ګوند په مشرۍ د ائتلاف له کاندید فریدریښ میرز سره په ۹۰ دقیقې مناظره کې دا څرګندونې وکړې.

ښاغلي شولڅ وویل، دی فکر نه کوي چې د روسیې قلمرو ته د دې وسلو استول به سم کار وي. میرز چې په نظرپوښتنو کې له شولڅ څخه مخکې ویلي و، چې اوکراین ته د تاروس توغندیو د سپارلو په اړه د ده نظر تل مثبت و.

د ناروې شورا د امریکا د مرستو د ځنډېدو په خاطر افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه

د ناروې د کډوالو شورا د پروګرامونو یوه برخه
د ناروې د کډوالو شورا د پروګرامونو یوه برخه

د ناروې د کډوالو شورا، نن اعلان کړی چې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډ له امله یې د افغانستان په ګډون په څو هیوادونو کې خپل بشري فعالیتونه وځنډول.

دې شورا په یوه بیان کې ویلي دا لومړی ځل دی چې دوی اړ شوي چې د جګړې، ناورینونو او بې ځایه کیدو څخه اغیزمن شوي نږدې ۲۰ هیوادونو کې د سلګونو زرو خلکو لپاره روان او بیړني بشري فعالیتونه وځنډوي.

په بیان کې ویل شوي چې د ناروې د کډوالو شورا اړ ده د افغانستان په شمول په ګڼو هېوادونو کې خپل مرستندویه کارکونکي له دندو ګوښه کړي، او ډیر ژر به په بورکینا فاسو او د سوډان په دارفور سیمه کې د امریکا لخوا تمویل شوي مهم بشري پروګرامونه وځنډوي.

دې شورا ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرستو یو میلیون او شپږ لکه کسانو سره مرستې کړې دي.

د امریکا ولسمشر په یوه اجرايي فرمان سره د دغه هېواد بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي د امریکا هر ډالر چې مصرفیږي باید د امریکا د امن، سوکالۍ او پياوړتیا لپاره وي.

طالبانو د سعودي په خاوره کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د سعودي عربستان په خاوره کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، په یوه بیان کې وویل چې دوی دا "ناممکن، د منل شویو حقایقو سره په ښکاره تضاد کې، او د سعودي عربستان د حاکمیت سرغړونه ګڼي."

په دوام کې دا هم راغلي چې "فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده، او تر هغه چې اشغال دوام ومومي او د فلسطیني خلکو حقونه تر پښو لاندې شي، غزه او سیمه به بې ثباته پاتې شي، او دا ډول وضعیت د هیچا په ګټه نه دی."

د اسراییلو صدراعظم، د امریکا متحده ایالتونو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې وویل چې ریاض کولی شي د سعودي عربستان دننه یو فلسطیني دولت جوړ کړي.

نتانیاهو دا تبصره وروسته له هغه وکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ متحده ایالات د غزې کنټرول په لاس کې واخلي او خلک یې بل ځای کې هستوګن شي.

د امریکا ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره تلیفوني خبرې کړي

د امریکا او روسیې ولسمشران - عکس ارشیف
د امریکا او روسیې ولسمشران - عکس ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ تایید کړه چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره یې ټلفوني خبرې کړې دي او ویې ویل، دی باور لري چې دوی د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې پرمختګ کوي.

ښاغلي ټرمپ پرون خبریالانو ته د خبرو پرمهال په دې اړه جزییات څرګند نه کړل او دا یې هم ونه ویل چې چې دا خبرې د ده له لوړې مخکې وې که وروسته خو څرګنده یې کړه چې په راتلونکي کې به بیاهم له پوتین سره خبرې وکړي.

دې خبر په کییف کې داسې اندېښنې پارولې دي چې ګنې اوکراین د سولې د خبرو له بهیر څخه څنډې ته شوی دی.

دوبۍ کپټلز ټیم د افغان لوبغاړو په مرسته د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ وګاټه

افغان کرکټر ګلبدین نایب د نړیوال تجارتي لیګ له کپ سره
افغان کرکټر ګلبدین نایب د نړیوال تجارتي لیګ له کپ سره

دوبۍ کپټلز ټیم د افغان لوبغاړو په مرسته د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ وګاټه. په دې ټیم کې د افغانستان څو لوبغاړي له هغې ډلې ګلبدین نایب او قیس احمد هم شامل دي.

ګلبدین نایب تر پایلوبې د دوبۍ د ټيم د رسولو په برخه کې ډېره ونډه درلوده داسې چې څو واره یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې.

دوبۍ ټیم د ډیزرټ وایپرز له خوا د ۱۸۹ منډو هدف پوره کړ او پایلوبه یې د څلورو وېکټو په توپیر وګټله.

د متحده عربي اماراتو په تجارتي لیګ کې ګلبدین نایب د مینه والو له خوا د ټورنمنټ اغېزناکه لوبغاړی بلل شوی.

بل افغان لوبغاړی فضل الحق فاروقي بیا د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ کې په ۲۱ ویکټو مخکښ بالر شوی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG