د سړکونو بندیدل له هغو ستونزو څخه دي چې ګڼ شمېر ښاریان شکایت ورنه کوي، دوی وایي، کله خو داسې هم کیږي چې د مقصد ځای ته له موټرنه پلي ژر رسیږي او یا خو هم چې لاره لږ څه اوږده وي د موټرو د ګڼې ګوڼې له وجې مهم کار ورنه پاتې شي.
تر ټولو لوی مشکل بیا دا دی چې ناروغ په وخت روغتون ته نه رسیږي، د بندو لارو له وجې مور او ماشوم دواړه په موټرکې مړه کیږي، د ترافیکو د قوانینو نه مراعات کول، د پیاده روی پر ځای پر سړک تګ، د دولتي لوړ پوړو چارواکو تګ راتګ چې د امنیت لپاره یې لارې بندیږي او داسې نور مسایل د سړکونو د بندیدلو لوی عوامل دي.
د لغمان اوسیدونکی عبدالمتین د خپلو دوستانو کیسه کوي وایي د بندو لارو له وجې بدې پېښې سره مخ شول.
عبدالمتین وایي چې لارې ډېری وخت د دولتی لوړ پوړو کسانو د تګ راتګ په وخت بندیږي.
کله خو طبیعي پېښې هم د سړکونو د بندیدلو لامل کیږي، بیا نو خلک په عامه اصطلاح تر نیمې شپې له کور څخه بهر پاتې وي.
هغه کسان چې په رسمي اداروکې کار کوي که څه هم په وخت له کورڅخه وځي خو بیا هم دفتر ته نشي رسیدلی او بار بار غیرحاضر شوي دي.
د سړکونو بندیدلو تر ټولو هغه مېرمنې زیاتې په تکلیف کړي چې له کور څخه بهر دندې لري، د وردګو اوسیدونکې مریم وایي چې هغې ته یې یو ډول رواني ستونزې پیدا کړې.
د کونړ اوسیدونکی وجهه الله شپون بیا دولتي مسولینو ته وړاندیز کوي وایي دوی باید د مامورینو د تګ راتګ وخت کې سړکونه بند نه کړي.
د کابل اوسیدونکی منان په ښارکې ټکسي چلوي وایي، کله خو داسې هم کېږي چې سورلۍ په نیمه لاره کې له موټر څخه ورنه ښکته کیږي او داسې قهریدلی وي چې کرایه هم نه پرې کوي.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: