په نننۍ خپرونه کې د ښځو په یوه مالي حق یانې مهر خبرې کوو، دا چې مهر څه دی؟ د چا لخوا مېرمنې ته ورکول کېږي؟ ولې ځینې مېرمنې له خپل دې مالي حق نه بې خبره دي او ولي ځینې خلک خپلو مېرمنو ته مهر نه ورکوي؟
مهر د نکاح له شروطو څخه ګڼل کېږي چې د نکاح په وخت کې ټاکل کېږي او مېړه مکلف دی هغه خپلې مېرمنې ته ورکړي، یانې د مهر غوښتلو او تعینولو حق د مېرمنې دی او هر وخت چې زړه وغواړي له خاوند نه یې تر لاسه کولای شي.
زموږ په ټولنه کې ډېری وخت مېرمنو ته مهر په سم ډول نه ورکول کېږي، یوه اندازه پیسې چې د نجلۍ پلار یې په واده کې د هلک له کورنۍ نه اخلي او نجلۍ ته په کې هیڅ هم نه ورکول کېږي دوی داسې فکر کوي چې دا د نجلۍ حق دی خو په حقیقت کې دا پیسې د نجلۍ پلار په خپل جیب کې اچوي یا ځینې کورنۍ داسې دود لري چې کله نوې ناوې کورته راولي نو په هماغه وخت کې ورته وایي چې دا کوټه، ځمکه یا نور وسایل د دې ناوې شول، خو د وخت په تېرېدو سره بیا دا خبره له یاده وځي او مېرمنې په دې نه پوهیږي چې دوی ته د مهر په نوم یو څه ورکړل شوي وه.
مهر څه دی، د چا لخوا مېرمنې ته ورکول کېږي او په اسلام کې د مهر په اړه څه حکم دی دیني عالم احسان الحق حنفي وایي مهر د ښځې قانوني حق دی چې د خاوند له خوا خپلې مېرمنې ته ورکول کېږي او د نکاح له مهمو شرایطو څخه ګڼل کېږي.
د اساسي قانون د څار د کمېسیون غړی او دیني عالم ډاکتر عبدالروف هروي په وینا د مهر کرامت په دې کې دی چې په دې سره ښځې ته ډېر ارزښت ورکول کېږي او د کورنۍ هیڅ یو غړی دا حق نه لري چې په دې مال کې شریک شي.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ