متل دی چې: "ښه خوی به دې سلطان کړي.. بد خوی به دې په ځان پسې حېران کړي" په نننۍ خپرونه کې د ځينو ځوانانو د یوه داسې خوی په اړه غږیږو چې څوک يې په ځان پسې حېران کړي او څوک يې هغه د چا خبره د تورو خاورو زنګ کړي دي.
یوې بلې تاندې څانګې کې یو ځل بیا دا موضوع څېړو چې ولې ځينې ځوانان له ځانه سره وسله او نور جارحه توکي ګرځوي، خلک څه شکایتونه لري او اړوند ادارې يې د مخنيوي په اړه څه وايي.
د ښو ټوپکو اوستاکاره
د ښو ځوانانو خون به ستا له غاړې وينه...
خو فکر کوئ چې ګناه په اوستاکار کې ده؟ ځکه چې چاړه هم یو چا جوړه ده، خو څوک پياز پرې وړوي او څوک د چا نس ورباندې څيري...
د کورنیو چارو وزارت د کابل د امنيې قومندانۍ چارواکي وايي چې ټولنيزو ستونزو، بېسوادۍ او بېکارۍ په ځوانانو کې د تاوتریخوالي فرهنګ کچه لوړه کړې، دوی ډول ډول وسلې او نور جارحه وسایل له ځانه سره ګرځوي او هر کال په نه خبره د دوی تر منځ په شخړو کې ګڼ ځوانان وژل کیږي، ټپي کيږي او یا هم معلوليږي.
پخوا به ځینو په اصطلاح د موډ او یا فېشن لپاره ګل د غوږ تر څنګ کېښوده خو خلک وايي چې نن سبا ځينې وسله، چړې او نور جارحه وسایل ګرځول یو موډ بولي. د ګل ګرځولو خو به کوم جانبي عوارض نه لرل خو د دغو خطرناکه وسایلو ګرځول څنګه؟
د پروان اوسېدونکی انورخان عليزی او د کابل د خېرخانې اوسېدوونکې ګلالۍ ځينې خاطرې راسره شريکوي:
انورخان عليزی: مکروریانو کې یوه ځوان له بل سره جنګ وکړ او په نه خبره يې هغه په برچې وواهه، پر ځمکه پروت و، بیا پولیس راغلل او هغه یې ونیو. خو دوی وروسته پښېمانه وي، ځکه چې اوه، اته، لس کاله بند ورباندې وخېږي، هلته یې عقل سر ته راشي چې مور، خور او نوره کورنۍ يې زندان ته ور روان وي.
ګلالۍ: څه موده مخکې په خېرخانه کې د دوو قومندانانو زامنو- چې پوهنتون کې يې په ډېره وړه خبره لفظي شخړه سره کړې وه- تر منځ يې خبره غټه شوه، جګړه یې سره وکړه او یو تن پکې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت د کابل د امنيې قومندانۍ د ۱۰۱ اسمايي زون د جنايي جرمونو د مخنيوي او څېړنې ريئس فرېدون عبېدي وايي چې په تېر ۱۳۹۴ کال کې له دوی سره ۲۰۰ د قتل او تر ۵۰۰ زیاتې د ټپي کېدو پېښې ثبت شوي دي، چې په زیاترو کې يې ځوانان دخیل وو. ښاغلی عبېدي همدا راز وايي چې په تېر کال کې يې نږدې څلور زره هغه ځوانان نیولي چې په لارو کوڅو کې يې خلک ازارول.
په کابل کې د جمهوريت روغتون د جراحي متخصص ډاکټر نصیراحمدنوریار وايي چې نږدې هره ورځ دغه روغتون ته د مرګ او ژوند تر منځ پراته داسې ځوانان وروړل کیږي چې په نه خبره یې شخړه سره کړي وي. ډاکټر نوریار زیاتوي:
"نږدې هره ورځ د داسې پېښو قربانیان دغه روغتون ته راوړل کیږي چې د چړې، بوکس پنجې یا تفنګچې په واسطه ټپي شوي وي، دا نن شپه هم چې زه نوکري وم، دوه داسې کسان راوړل شوي وو. یو د جاغوري و، چې په مرمۍ لګېدلی و او بل د ېوې مېرمنې و چې نس ته په چاقو وهل شوې وه. نو کله په اوونۍ کې تر پنځو زیات کسان راوړل کیږي، کله کم وي او کله هيڅ نه وي، کله داسې هم کیږي چې د دوو کسانو په شخړه کې بېلتون کوونکي یا د یوه لوري پلویان هم ټپي شوي وي.... زیاتره پکې ځوانان دي، دوی له ځانه سره وسلې ګرځوي، نور جارحه وسایل ګرځوي، ځینې يې بېسواده دي خو ځينې بیا پکې د قومندانانو او نورو زورواکو اولادونه دي، بس په نه خبره احساساتي شوي او په یوه بل یې وارونه کړي... ځینې نېکمرغه وي تر روغتونه ژوندي راورسيږي خو ځینې په لاره کې مړه شي او ځینې کمبخته معلول شي.... هره ورځ دا موږ ته یوه ترخه تجربه وي، چې مخ ته یې وګورې یو ګلالی ځوان به وي، ښایسته ځواني به لري، خو چې ګورې يې یا به يې د وجود یو غړی پرې کیږي او لکه ومې ویل چې ځينې ژوندي راورسيږي او ځینې په لاره کې تلف شي، مړه شي."
یو بل شکایت چې خلک یې لري، دا دی چې حتی په کابل کې ځينې جارحه وسایل لکه چړې، پېشقبضې او بوکس پنجې په عام محضر کې خرڅيږي خو دولت یې مخه نه نیسي. د همداسې توکو یو خرڅوونکی یارمحمد وايي چې يوه ورځ یو ځوان په بېړه راغی او زما له کراچۍ يې برچه واخیسته او په یوه بل ځوان پسې يې منډې کړې، زه ژر پسې ورغلم چې برچه زما ده او زما له کراچۍ يې اخیستې نو هسې نه په پردي غم زه ککړ شم.
خو ښاغلی عبېدي وايي چې یوازې له زینتي او د کورني ضرورت هغه وسایل چې په پخلنځي کې ترې کار اخیستل کیږي، د بل هر ډول جارحه وسایلو او د وسلو خرڅلاو قانوناً منع شوی دی. دی زیاتوي چې په مختلفو وختونو کې يې د ښار له بېلا بېلو ځایونو داسې وسایل راټول کړي هم دي.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په خبره دوی په ځينو خاصو شپو ورځو کې د افغانانو د خونديتوب لپاره ځانګړي امنيتي تدابير نیسي خو د عارف ګل په نوم یو زده کوونکی د سږ کال د نوروز د ورځې کیسه راته کوي چې دی او ملګري يې په کابل کې پر وسلو او جارحه وسایلو سمبالې یوې ډلې په رڼا ورځ څنګه ولوټل، عارف ګل وايي چې د نوروز په ورځ له ملګرو سره د شهدای صالحین د غره خوا ته لاړو، لږ لوړ چې وختلو نو څو کسان چې برچې، توفنګچې او بوکس پنجې ورسره وې، په زور يې موبایلونه او پېسې رانه واخیستلې او ويې هم وهلو. دی وايي چې کله د پولیسو يوې نږدې حوزې ته ورغلو نو هغوی ویل چې دا زموږ اړوند ساحه نه ده، وايي بله حوزه يې راپه ګوته کړه نو چې تر څو موږ هلته رسېدو، دا خلک ډېر لرې شوي وو او زموږ لوټل شوي توکي يې له ځانه سره یوړل.
د دغه ځوان په ګیله مې د کابل د امنيې قومندانۍ د ۱۰۱ اسمايي زون د جنايي جرمونو د مخنيوي او څېړنې ريئس فرېدون عبېدي سره لنډ بحث وکړ، دی وايي چې کله کله خلک مبالغه کوي او هغه تورونه پورې کوي چې ريښتیا هغسې نه وي خو که کله هم موږ داسې کسان نیولي نو چې کله يې پر خپل جرم اعتراف کړی، موږ ټول متضررین راغوښتي او د دوی حق مو بېرته ورته اخیستی او ورسپارلی مو دی.
ښاغلي عبېدي همدا راز وویل چې پولیس د هر چا تر شا نشي ګرځېدلی چې د هغه ساتنه وکړي، خو بیا هم که څوک له ورته پېښو سره مخ کیږي نوله ۱۱۹ او ۱۰۰ شمېرې سره دې اړیکه نیسي او ډاډه دې اوسي چې موږ په بېړه د داسې کسانو پر وړاندې عمل کوو.
د ټولنيزو چارو کارپوه او افغان ژورنالېست عاشق الله یعقوب هغو ځوانانو ته چې له ځانه سره وسلې او نور جارحه توکي ګرځوي، وايي چې نننۍ وسله ټوپک، برچې او بوکس پنجې نه بلکې علم، قلم او کمپيوټر دی چې باید ځوانان د نننۍ نړۍ غوښتنو ته په کتو ځان پرې سمبال کړي. ځکه چې وسلو نه پخوا ښه پایله درلوده او نه به يې په راتلوونکي کې ولري.
په پای کې د افغان لیکوال محمد اسماعيل څپه خبرې اورو چې وايي که سبا پښېمانه کیږو نو په هغه کار باید نن فکر وکړو، دی د یوې ممثلې خبرې رانقلوي چې وېل يې، کاش وسلې نه وای، که خدای مه کړه جنګ وای نو د سوک څپېړې جنګ به و، یو دوه ورځې مرورتوب به و او بیا به ملګرتیا وه.
د دې ممثلې په څېر فکر کوونکي دې خدای ډېر کړي. دا تاندې څانګې همدومره وه، پر فېسبوک يې وڅارئ:
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:
http://pa.azadiradio.com
د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:
یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.