دو تار چې تاریخ یې له سلګونو کلونو اوړي، د لوی خراسان په ځمکه پېدا شوې هغه د موسیقۍ اله ده چې ګڼ مینوال لري.
دا اله د افغانستان په لوېدیځ او شمالي ولایتونو په یو شمېر سیمو کې غږول کېږي، خو اصلي ټاټوبی یې هرات دی.
داسې ویل کېږي چې دا اله د ایران په یو شمېر سیمو کې هم موجوده ده، خو په اوسني وخت کې د افغاني دوتار سره یو څه توپیر لري.
د کابل ښار یو پخوانی موسیقار استاد محمد رسول عزیز چې په خپله دو تار غږوي او هم دوتار جوړولی شي، وايي چې دو تار د پخواني خراسان په بېلابېلو سیمو کې غږېده او داسې روایت هم موجود دی چې له اوسني ایران څخه افغانستان ته راغلی دی.
د عزیز په وینا چې د دوتار غږونکي په کابل کې پخوا زیات وو، خو د نوې موسیقۍ په رامنځته کېدا سره یې د غږوونکیو شمېر کم شوی خو بیا هم مینوال لری.
د هرات ولایت اوسیدونکی ګل احمد نوري وايي چې دوتار د هرات ولایت د سیمه ییزې موسیقۍ هغه اله ده، چې ګڼ مینوال لري.
دا اله په هرات کې ډېره لرغونې ده او داسې ویل کېږي چې د تیموریانو په دوره کې چې یو وخت د علم او فرهنګ مرکز و، رامنځته شوی دی.
مشهور سندرغاړی انا بخشي چې د دوتار په غږولو کې یې څو ځله لومړی او دوهم مقامونه تر لاسه کړي، وايي چې د دوتار په غږ کې ځانګړی سوز او ګداز پروت دی او بېلابېل ډولونه لري:
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: