د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۴

ولې د تورو ښیښو والا موټرونه ورخطا روان وي؟


د حکومت د ویاند د څلورم معاون، دوهم معاون وویل چې سږ کال به افغانستان ښه ترقي وکړي ځکه چې کابل سیند ښه له اوبو ډک دی!

خو د اوبو د چارو ماهرین وايي چې د حکومت د ویاند د څلورم معاون، دوهم معاون نوی له بهره راغلی او له دې نه دی خبر چې څو ورځې وروسته به په کابل سیند کې دومره اوبه نه وي چې چونګښې غسل پرې وکړي!

په بل خبر کې ویل شوي دي چې وزیر صیب بلاپسې د یوه چاغ ریاست پست ځکه نه اعلانوي چې څو ورځې وروسته ېې زوم له پوهنتونه خلاصیږي!...او چې کله هغه خلاص او مقرر شو نو بیا به پست اعلان کړي!

دا ډول دوه نور مهم خبرونه هم درته لرو.

بیا... یو وایي، ولې د تورو ښیښو والا موټرونه ګړندي او ورخطا روان وي؟

وای ځکه چې غواېې تښتیدلې وي، د هغې د رانیولو لپاره!

وای ولې ځینو کسانوله ځانه د حمام لنګونه جوړ کړي دي؟

وای ځکه چې بل څه ته کارنه ورکوي!

په پای کې مو د پوډریانو د تداوۍ یوه روغتون ته بیایو او له دې مو خبروو چې پوډریان له رخصتیدو وروسته هم له روغتونه کورته نه ځي

وای دلته ښه پریمانه پوډر رارسیږي!

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:08 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG