په افغانستان کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر کابو درې نيم میلونه خو د درملنې مرکزونه د ټول هېواد په کچه ۱۱۱ دي، مشکل چېرې دی چې د دغو عملیانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي؟ په نننۍ خپرونه کې د هغو ځوانانو د زړه درد هم درسره شریکوو چې څنګه په تریاکو او پوډرو روږدي شول او اوس ګیله له چا کوي؟
اړوند ادارې څه ځواب لري، له روږدو کسانو سره د کورنيو چلند باید څنګه وي او له دې وبا ځان څنګه ساتلی او ژغورلی شو، په دې تاندې څانګې کې پرې غږيږو.
د ځينو وروستيو څېړنو په اساس د افغانستان د نفوس ۱۱ فيصده يې عملیان يا پر نشه يي توکو روږدي کسان جوړوي.
په دغو روږدو کسانو کې له ماشومانو او مېرمنو رانېولې، لویان او ګڼ يې ځوانان دي. د کارپوهانو له نظره مهاجرتونه، ناامني، له روږدو ملګرو سره ناسته پاسته، بې کاري او نشه يي توکو ته په آسانه لاس رسی د نشه یانو د زیاتوالي مهم سببونه دي.
د مهاجرتونه خبره مې وکړه. اکثره پر نشه يي توکو روږدي کسان چې وپوښتې نو وايي چې ايران ته یا پاکستان ته په مزدورۍ پسې تللی وم خو بېرته په عامه اصطلاح پوډري یا تریاکي راستون شوم. که څه هم په افغانستان کې داسې معتاد ځوان هم کم ندي، چې په هیواد کې دننه یې نشې ته مخه کړې.
د کاپيسا ولایت ګل محمد هم په ایران کې د کوټې ملګرو په پوډرو (هيروین) راوستی چې یو وخت یې سیګرټو ته هم خوله نه وروړه.
دی وايي چې د کوټې ملګرو په سيګرټو کې پوډر راباندې وڅکول، له هغې وروسته پرې اموخته شوه، اوس یې که ونه څکوم ټول وجود مې درد کوي.
هغه زیاتوي چې په ایران کې پوډرڅکول یو رواج غوندې دی. یو بل ځوان نورمحمد په پاکستان کې په تریاکو راغلی، دی وايي چې په کور کې یې ډیر وهل ټکول ورکړل، خو که پوډر ونه څکوي نو ځینې دردونه ورته پيدا کیږي، نورمحمد زیاتوي چې له خپل ژونده اوس په مرګ خوشاله یم او که څوک دوښمن ته ښېرا کوي نو وايي دې چې خدای دې یې پوډري کړي، ځکه تر دې بله سخته سزا نشته.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت، د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عملیاتي پولیسو ریاست، د عامې روغتیا وزارت اړوند د درملنې ۱۱۱ مرکزونه، د دوی د تداوۍ ځینې شخصي مراکز، نور دولتي او غېر دولتي مؤسسې... تر اوسه دغه اړوند ادارې ولې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر د زیاتوالي د مخنيوي په برخه کې پاتې راغلي دي؟ ترې خبر به شئ.
د عامې روغتیا وزارت د نشه يي توکو د غوښتې د کمولو ریاست د پروګرامونو امر ډاکټر عبدالقدوس سعادت مو د امریکا د متحده ایلاتونو د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې یا د INL له یوې څېړنې خبروي، د ده په وینا دغه څېړنه چې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د یادې ادارې لخوا شوې، ښيي چې افغانستان له ۲.۵ نه تر ۳ ميلیونه پورې د نشه يي توکو کاروونکي لري، چې د ټول نفوس ۱۱ فیصده کیږي. ډاکټر سعادت په هېواد کې مخدره توکو ته اسانه لاس رسی د روږدو کسانو د شمېر د زیاتوالي سبب بولي.
د ذبيح الله په نوم د یوه معتاد ورورهم ځکه وايي چې څو ځلې مې د ورور درملنه وکړه خو په افغانستان کې نشه يي توکې دومره ډیر او عام دي چې نور ګوري، زړه یې ورته کېږي او څکوي یې. خو ګیله لري چې دولت یې ولې د خرڅلاو مخه نه نیسي.
یوه پوښتنه دا هم ده چې د ټول افغانستان په کچه به د روږدو کسانو د درملنې ۱۱۱ مرکزونه نږدې درې مېلیونه معتادان تداوي کړای شي؟ښايي همدا علت وي، چې د ګل محمد په څېر معتادان له داسې مرکزونو یا خبر ندي او یا وار ندی وررسیدلی، دی وايي چې که څوک مو روغتون ته بوځي نو جوړ تیار به شو خو دلته ټول کارونه په واسطو دي.
د سړک په سر یا هغه د چا خبره سرعام د نشه يي توکو د خرڅلاو مخنیوی ولې نه کیږي؟ د دې ځواب به وروسته د کورنیو چارو وزارت له یوه چارواکي واورو خو تر ده وړاندې په کابل کې د جنګلک د درې سوه بستريز روغتون د رواني ناروغیو او اعتیاد متخصص ډاکټر مقصود صديقي ته غوږ ږدو چې وايي په افغانستان کې د معتادانو د درملنې په مرکزونو کې تداوي وړیا او په نړیوالو معیارونو برابره ده او د درملنې په هدف د هر روږدي کس پر وړاندې يې ور پرانېستی دی. خو دی وايي چې مشکل له درملنې وروسته مخدره موادو ته د دوی بیا پناه وړل دي چې۷۰ فیصده امکان لري دوی بېرته خپل عمل ته دوام ورکړي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د عملیاتي پولیسو عمومي مشر عبدالخلیل بختیار وايي چې تېر کال د ۲۹۱۹ عملیاتو په ترڅ کې د مخدره موادو ۲۹۰۶ کاروباریان نیولي او محکمو ته سپارلي دي چې اوس مهال د افغانستان په کچه د بندیانو ۲۲ فیصده یې د نشه يي توکو اړوند قضیو کې نیول شوي دي. په دغو عملیاتو کې چې د ۲۲ پولیسو د وژل کېدو او د ۳۰ نورو د ټپي کېدو په پایله کې تر سره شوي دي، ۳۱۱ ټنه او ۷۲۲ کلوګرام مخدره مواد او د دغو موادو د پروسس ۱۴ لابراتوارونه ړنګ کړای شوي دي.
ښاغلی بختیار همدا راز وايي چې یوازې د کابل په کچه يې په تېر کال کې ۹۳۷ کسان نیولي دي.
دی زیاتوي چې په تېر کال کې ۱۹ فیصده د تریاکو په کرکیله او ۴۸ فیصده يې په تولید کې کمی راغلی دی. ما ویل د دې هر څه ترڅنګ ولې د نشه يي توکو د سرعام خرڅلاو مخه نشئ نېولی؟
د ښاغلي بختیار ځواب و چې د قانون له نظره هر هغه کس مجرم دی چې قانون ماتوي خو هغه کسان چې سرعام نشه يي توکي خرڅوي، اکثره یې پخپله معتادان دي نو چې کله هم موږ دوی نیسو- لومړۍ باید د دوی درملنه وشي او وروسته له هغې محکمه پرېکړه وکړي چې څه وړ سزا ورکړل شي.
ښاغلی بختیار وايي چې که څه هم زموږ هڅه همدا ده چې د داسې کسانو مخنیوی وکړو خو په دې کار کې د کورنیو تر څنګ د ټولو خلکو همکاري مهمه ده.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د عامه اړیکو مشر محمد حنیف دانشیار هم وايي چې وروستۍ ناامنۍ د بلخ او جوزجان په شمول په ځینو نورو هغو ولایتونو کې هم د مخدره توکو د کرکيلې د بیا پېل سبب شوې چې پخوا پکې د کرکيلې کچه صفر ته راټيټه وه. دی زیاتوي:
"له بده مرغه موږ ته ځينې لومړني رارسېدلي رپوټونه ښيي چې په یو شمېر ولایتونو کې د نشه يي توکو کرکيله شوې، لکه جوزجان، بلخ، په ځانګړي ډول هلمند او یو شمېر نور ناامنه ولایتونه...همدا ناامني ده چې په هغو سيمو کې له نشه يي توکو سره زموږ د مبارزې پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلې. موږ له کورنيو چارو او دفاع وزارتونو سره په اړیکه کې یو او د هغه پلان د پلي کولو په هڅه کې يو چې د کرل شويو مخدره توکو د تخريب لپاره مو جوړ کړی دی. له نېکه مرغه په تېر ۲۰۱۵ کال کې مو د مخدره توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور تر دوه زره څلور سوه زیات کسان نیولي چې له ډلې يې تر ۷۰۰ زیات کسان رسماً محاکمه شول. اوس مو له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو د خاصې ډلې د پياوړتیا، همدا راز د مخدره توکو د مخنيوي سرحدي پولیس، هوايي ځواک او ګمرکونو کې د دوی د لا ځواکمنتیا لپاره پر یوې طرحې کار کړی اوغواړو د امنيت ملي شورا سره يې شريکه کړو، چې دا په دې برخه کې ډېر ضروري ګامونه دي."
د کار او ټولنیزو چار وزارت ویاند علي افتخاري وايي چې د روږدو کسانو د درملنې او دوی ته د کاري فرصتونو د برابرولو لارې چارې يې پېاوړې کړې دي او په وروستیو کې عامې روغتیا وزارت ته د فېنکس په نوم د ودانۍ سپارل هم په دې برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځ ته کړي چې اوس د (امېد) په نوم د معتادانو د درملنې او دوی ته د یوه کسب د ورزده کولو مرکز دی او د ده په وینا هره ورځ تر لسو پورې هغه ځوانان چې له اعتیاده منع شوي دي، د عامې روغتیا وزارت لخوا ورلېږل کیږي چې اوس مهال د مختلفو حرفو په زده کړه بوخت دي.
پر نشه يي توکو روږدو کسانو څخه خلک له دې کبله هم په ويره کې وي چې دوی له کوره او له بهره غلا کوي او کله کله د پيسو د نشتوالي په سبب نور ګواښې خو افغان روانشناس شرف الدین عظيمي وايي چې روږدي کسان مجرمان نه بلکې ناروغان دي او باید تاوتریخوالی ورسره ونه شي. ښاغلی عظيمي وايي چې که چېرې دوی سره نرم چلند وشي ښايي له نشې منع شي.
که کوم ځوان غواړي چې نشه يي توکو ته مخه کړي نو د دغه ځوان محمد هوتک خبرې دې په یاد لري چې پخپله یې کابو لس کاله پوډر څکولي خو اوس ترې منع شوی دی، دی د ځان په څېر له نورو هغو معتادانو چې اوس هم نشه کوي، هیله کوي چې نشه په ټولنه، کورنۍ او ملګرو کې د انسان شخصیت زیانمنوي او شرموي یې، نو دوی دې د ده په څېر کلک هوډ وکړي، درملنه دې وکړي او ترې منع دې شي.
د محمدهوتک له دغو سبق اموزه خبرو سره دا تاندې څانګې رانغاړو.
روغ اوسئ او معتاد مه شئ!
دا خپرونه پر فیسبوک وڅارئ:
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:
او د نورګل شفق پر دې بریښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:
یادونه: ( تاندې څانګې ) د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې نورګل شفق جوړوي، دا خپرونه هره شنبې ماسپښين 02:40 او تکرار يې هره سې شنبې سهار 10:30 خپريږي.