د ګوړې اچار په دې خپرونه کې به لومړی له یوه چارواکي سره مرکه واورئ چې نوموړي به پخوا په حکومت اوچارواکو پسې ډېر بد تبلیغات کول او ویل به ېې چې چارواکې خاینان دي، خو اوس چې خپله چارواکی شوی نو وايي چې په حکومت کې خاین نشته اوټول شریف اودرانه خلک دي!
اوس چې د ښځینه وو فاتحې د ودونو درجې ته رسېدلي دي!...نو د همدغسې یوې فاتحې له حاله موخبروو.
اوس زیاتره مفلسې ښځې د فاتحې سالون ته د تللو لپاره قیمتي جامې اوقیمتي ګاڼې کرایه کوي چې پیسه داره اوشتمنې معلومې شې!
اوپه پای کې د "وچ ځنګله د کارغانوهنري ډلې" لخوا ویل شوې یوه خوږه اوله خندا ډکه سندره دراوروو.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
جوړوونکی : ننګیار نااشنا