د خيبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور سيمه ييز حکومت يا ضلعي انتظاميې په دې ښار کې د موږکانو پر ضد عمليات پيل کړي چې په ترڅ کې يې د موږکانو وژونکو ته د نقدي روپيو د انعام اعلان هم کړى دى.
د دغه ښار سيمه ييز چارواکي وايي چې د دغه عملياتو فيصله يې د موږکانو د ډېرېدو او د هغوى د چېچلو په نتيجه کې د ځينو ماشومانو د مړينې د راپورونو تر لاسه کولو وروسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د رسنيو د راپورونو له مخې، تېره مياشت په پېښور کې د اتو مياشتو يو ماشوم د موږک د چيچلو له وجې مړ شوی و چې بيا وروسته په دې اړه د ضلعي انتظاميې په دفتر کې شکايت هم ثبت شوى و.
د موږکانو د وژنې د دغې کمپاين پرانېسته تېره ورځ د پېښور ضلعي ناظم محمد عاصم د پېښور ښار په کوهاتۍ سيمه کې د ډېرانونو او ويالو پر غاړو د موږکانو د وژنې په مقصد د زهرجنو موادو په شيندلو وکړه.
نوموړي په دې موقع د ازادي راډيو له مشال څانګې سره په خبرو کې وويل چې د پېښور د اوسېدونکيو د شکايتونو له امله يې د موږکانو پر ضد دا کمپاين پيل کړى چې د اخري موږک تر وژنې او له ښاره تر ورکېدو پورې به جاري وي:
"سهار موږه نيفا والا راغوښتي وو، نيفا يوه اداره ده هغوى ته مو وويل چې تاسو په دې باندې يو سروې وکړئ چې دا څه وجه ده چې دا موږې زياتې شوي؟ زما اندازه چې څه ده او څه چې معلومات دي، هغه دا دي چې پېنځۀ شپږ کالو نه دا پرابلم راروان دى، خو اوس ورته د خلکو خيال شو، دوه درې ماشومان يې وخوړل چې د خلکو ورته خيال شو او هايي کورټ هم پرې ايکشن واخيست، دې نه مخکې هم نو انشاء الله موږ به خپل کار پوره کوو."
په عين حال کې د پېښور د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې وروستيو کې په دې ښار کې د پېشوګانو هومره موږکان پيدا شوي چې خلک يې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.
د پېښور د کوهاټۍ سيمې يو اوسېدونکى ابرار خان په دې اړه وايي:
"تورې موږې دي هغه غټې، دا دې ډېرانونو کې همدې خځلو له راځي او د دا د ښار دا ګټرو په ښار کې دومره دي چې شمار يې نه کوې، چرګانو چوک کې ګورنمنټ پريس نه دى، د فارمي چرګانو منډه خوا کې، هلته سوه لک دي، ماشومان ولاکه څوک د يرې ويده کولاى هم شي، دوايانې يې اچولي وي، هغې د ويرې څوک ماشومانو ته څوک دا نشي ويلاى چې دا اخوا کړه، وېرېږي چې زهرو ته ګوتې يونه سي."
د پېښور ضلعي انتظاميې په په دې ښار کې د موږکانو پر ضد عمليات تر هغې وروسته پيل کړل چې د پېښور په هايي کورټ يا سترې محکمې کې هم د صوبايي حکومت پر ضد په ښار کې د غټو موږکانو د شمېر د زياتېدو له وجې مقدمه روانه ده.
د يادونې وړ ده چې ضلعي انتظاميې د پېښور په ځينو سيمو کې د يوه موږک د وژنې پرسر ٢۵ او په ځينو کې ٣٠٠ روپۍ انعام ټاکلى دى او د ضلعي ناظم په وينا چې په راروانه اوونۍ کې به د ښار په بېلابېلو سيمو کې کېش پواېټونه پرانېزي، چېرته چې به د موږکانو وژونکو ته لاس په لاس روپۍ ورکول کېږي.
راپور: ذبيح مومند