د خيبر پښتونخوا صوبې په مرکز پېښور کې د صوفي شاعر عبدالرحمان بابا درې ورځنى کليز عرس پيل شو چې د روانې مياشتې تر ٣ مې نېټې پورې به جاري وي.
دغه عرس د جمعې په ورځ د ګڼ شمېر ليکوالو، شاعرانو او د رحمان بابا د مينه والو له خوا د هغه پر مزار د ګلونو د څادر په غوړولو پيل شو.
د رحمان بابا د تلين په موقع د دغه درې ورځني عرس تابيا په پېښور کې "رحمان ادبي جرګې" کړې چې د بابا پر مزار پر مشاعرې سربېره په کې د هغه په اړه يو ورځنى کنفرانس او مشاعره هم شامله ده چې د لېرې او برې پښتونخوا ګڼو ليکوالو او شاعرانو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
که څه هم د رحمان بابا پر مزار به تر ٢٠٠٩میلادي کال مخکې هر کال د اپريل په مياشت کې د درې ورځني عرس په ترڅ کې مشاعره کېده، خو دا لړۍ په تېرو څو کلونو کې د پېښور د ناامنې وضعې او د ترهګريزو بريدونو له امله ځنډېدلې وه.
خو سږ کال ټاکل شوې ده چې د دغه عرس مشاعره به يو ځل بيا د رحمان بابا په مزار وشي چې د لېرې او برې پښتونخوا ګڼ شاعران به په کې برخه واخلي.
د رحمان ادبي جرګې جنرل سيکريټري سيد ظفر الله بخشال د رحمان بابا د درې ورځني عرس په اړه وويل:
"مشرانو دا فيصله کړې ده چې سږ کال څومره پروګرامونه کېږي، دا به د رحمان بابا په مزار باندې کېږي، د دې ښکاره ثبوت دا دى چې تاسو وليدل چې نن د رحمان بابا پر مزار د ګلونو مزار وغوړولى شو او بل سبا به په همدې ځاى کې مشاعره کېږي چې موږ په کې د لر او بر ګڼ شاعران راغوښتي دي."
ليکوال و شاعر اسير منګل خوشحاله دى چې امنيتي وضعيت نسبتاً ښه شوى چې په ترڅ کې يې د رحمان بابا پر مزار يو ځل بيا مشاعره او ادبي غونډې جوړېږي او د هغه سلګونه مينه وال په کې برخه اخلي.
نوموړي رحمان بابا د امن او سولې شاعر وباله او ويې ويل:
"د ترهګرۍ د لاسه چې د ده دا مزار شهيد او بيا چې دلته کې به کومې ادبي غونډې کېدې، هغه وځنډېدې، نو اوس چې دا سرګرمۍ يو ځل بيا شروع شوې نو موږ وايو چې الله تعالى دې بل کال ته دا سرګرميانې لا زياتې کړي، ځکه چې د رحمان بابا پېغام مينه، محبت او امن دى، نه يواځې پښتنو لپاره، بلکې ټول انسانيت لپاره، ځکه چې هغه شاعر انسانيت دى او د اخلاقو معلم دى."
په ٢٠٠٩میلادي کال کې د رحمان بابا مزار تر هغې څو مياشتې وروسته په بمونو والوزول شو چې افغان حکومت د دغه مزار په بيارغونه او د شناختو په جوړولو کې پوره ونډه اخيستې وه.
د رحمان بابا يو مينه وال او د خيبر پښتونخوا پخوانى صوبايي وزير عبدالسبحان هم بابا د امن او مينې شاعر بولي او په خبره يې، ترهګرو ځکه د دغه صوفي شاعر مزار په نښه کړى و چې غوښتل يې پښتانه له امن او مينې بې برخې کړي.
نوموړي وويل:
"پښتانه د عقيدې خاوندان دي او دوى په عقيدې باندې سودا بازي نه کوي او د رحمان بابا عقيده صرف امن دى، مينه ده، محبت دى، هغه خو د مينې پېغام ورکړى، نو ددې لپاره يې زموږ دا خانقاګانې او دا دا ځايونه چې دلته نه خلکو ته فيض ملاوېږي، دلته نه خلکو ته نصيحت ميلاوېږي، نو د دې يو ناکامه کوښښ وشو، نو وروڼه وروڼه به د بابا جي په مزار باندې په دې درې ورځو کې ميلاوېږي، نو يو بل سره د لر او د بر د پښتنو، د کوزې او برې پښتونخوا او د بلوچستان د پښتنو د يو بل او وينې وينې سره ميلاوې شي."
د يادونې وړ ده چې پښتو ادب څېړونکيو په وينا، رحمان بابا په ١٦٥٣ میلادي کال کې پېښور ته نږدې په بهادر کلي کې زېږېدلى او ١٧١١ کې مړ شوى چې د پېښور په هزار خوانۍ سيمه کې خاورو ته سپارل شوى او هره ورځ يې سلګونه مينه وال او زاېرين زيارت ته ورځي.
راپور: ذبيح مومند