که د منځنۍ اسیايي هېوادونو ادبیاتو ته ځیر شو، نو د مینانو بې شمېره منظمومې او منثورې کیسې ترې راپاتي دي.
ځینو عاشقانو د خپلې معشوقې په خاطر ځآن وژلي، ځینو یې د ټول قوم دښمنۍ په غاړه اخیستي، ځینې یې بیا دومره بې وسه وو چې کلی یې پرېښی او ځیني نور یې د لیونتوب تر سرحده رسیدلي دي. خو له دوی ټولو نه په میراث کې یا شعرونه پاتي دي او یاهم کیسې، خو موږ نن د یوه داسې میین د مینې په شهکارې تحفې خبرې کوو، چې په منځنۍ اسیا کې یې ساری نشته.
موږ په نننۍ خپرونه کې د هندوستان اګرې ایالت ته تللي یو او هلته مو د رښتینې مینې له هغه شهکار تاج محل څخه لیدنه کړې، کوم چې په ټوله نړۍ کې شهرت لري.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب