د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

"که د قادري پلويان احتجاج ختم نه کړي پرضد به يې عمليات وشي"


د پاکستان د داخله چارو وزير وايي، که چېرې په اسلام اباد کې د پاکستان د ملي پارلېمنټ د ودانۍ مخې ته د ممتاز قادري پلويان په خپله خوښه احتجاج ختم او سيمه پرېنږدي، نو د هغوى پر ضد به عمليات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو ورځو راهيسې د پاکستان د پارلېمنټ ودانۍ مخې ته په ريډ زون يا حساسه سيمه کې د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير د قاتل ممتاز قادري د پلويانو احتجاج روان دى چې سلګونه کسان په کې شريک دي.

د داخله چارو وزير چوهدري نثار علي خان د سې شنبې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل، که چېرې احتجاج کوونکي له انتظاميې سره د خبرو اترو له لارې احتجاج پاى ته ونه رساوه، نو بيا به پوليس او نور امنيتي ځواکونه د ميډيا د استازيو په شتون کې د هغوى پر ضد عمليات وکړي.

د تېرې يکشنبې په ورځ زرګونه احتجاج کوونکي د اسلام اباد ریډ زون ته ورننوتل او د پولیسو په منع کولو یې پر تشدد لاس پورې کړ چې د رسنيو د راپورونو له مخې، په تېرو درېوو ورځو کې له احتجاج کوونکو سره په اخ و ډب کې تر ۲۵ زيات پوليس ژوبل شوي هم دي.

که څه هم د اسلام اباد انتظاميې تېره ورځ دغه احتجاج کوونکو ته د شپې تر ٨ بجو پورې وخت ورکړى و چې په خپله خوښه له احتجاجه لاس واخلي او سيمه پرېږدي، خو د داخله چارو وزير وويل چې که چېرې احتجاج کوونکي په خپله خوښه احتجاج ختم نه کړي، نو بيا به يې پوليس په زوره له ډي چوکه پاڅوي.

نوموړي بيا بيا وويل چې حکومت غواړي دا مسئله د خبرو اترو له لارې حل کړي او زياته يې کړه:

"که په راتلونکي يوه ساعت کې دا خبره منطقي انجام ته ونه رسېږي، نو ما پرېکړه کړې ده چې د شپې پر ځاى سبا سهار په رڼا او د ميډيا د استازيو په شتون کې به ډي چوک په هر صورت له احتجاج کوونکو خالي کوم، زه غواړم چې په دې موقع د ميډيا استازي موجود وي، هر څه په خپلو سترګو وګوري او په کيمرو کې يې محفوظ کړي."

د هغه په خبره، موږ د احتجاج کوونکو پرضد په عملياتو کې هېڅ ستونزه نه لرو، خو له موږ سره د عملياتو د حکم تر ورکولو مخکې د هغو معصومو خلکو فکر دى چې په بېلابېلو حيلو بهانو دغه احتجاج ته راوستل شوي دي.

ښاغلي نثار همداراز وويل، پوليسو ته يې امر کړى چې د احتجاج کوونکو پرضد د ممکنه عملياتو پر مهال دې وسلې نه کاروي او په خبره يې چې سيمې ته وربلل شوي پوليس او ملېشه ځواکونه غېر مسلحه دي او نه غواړي چې خبره وينې بهېدنې ته لاړه شي.

هغه زياته کړه چې په اسلام اباد کې بايد داسې ونه شي چې يوه ډله راشي پر يوه ځاى دې پړاو واچوي او ټول رياستي نظام دې سبوتاژ کړي.

نوموړي ټينګار وکړ چې د قانون ماتوونکو پرخلاف به خامخا اقدامات کوي.

په اسلام اباد کې د ممتاز قادري د پلويانو له خوا د روانو احتجاجونو له امله د اسلام اباد په ډېرى سيمو کې د موباېل سروس هم غېر فعاله دي چې د دغه ښار اوسېدونکي يې له يو شمېر ستونزو سره مخ کړي دي.

د داخله چارو وزير په دې اړه معذرت وکړ او ويې ويل چې د موباېل سروس يې د امنيتي ستونزو له امله غېر فعاله کړى دى چې ډېر ژر به يې بېرته فعال کړي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG