د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۹

د سبزیجاتو خوړل د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی کوي


اکثر وخت داسې خوراکي مواد د انسان روغتیا ته ګټور وي چې زموږ تر نظره تېروي او د هغوی پر ځای د ډاکټر ګران بیه درملو ته مخه کوو.

له دې ډلې خوړو څخه سبزیجات یادولی شو، په سبریجاتو کې بامیا، فاصلیه، ګلپیان، کدو، کرم، کاوو، پالک، پیاز، ګندنه، رومي او داسې نور یادولی شو چې قبض لېري کوي، ډنګرېدلو کې مرسته کوي، د زړه له ناروغیونه مخنیوی کوي، هډوکو ته قوت ورکوي، د وینې فشارنارمل ساتي،د سږو د بیمارۍ او ساه لنډۍ لپاره ګټور دي، همداسې بې حسابه نور ویټامینونه چې د انسان بدن ته ضروردي له ځان سره لري.

سابه هغه خواړه دي چې له یوې خوا مفت دي پیسې نه پرې مصرفېږي له بله پلوه په هغوی کې هم داسې ګټور مواد شته چې د انسان بدن اړتیا ورته لري، د ده سبز اوسېدونکي ملک نواب سره مو په دې هکله مرکه کړې هغه په پیل کې د څو ډوله غرنیو سبو نومونه اخلي.

د خوست اوسېدونکی ملنګ جان چې خپله هم سابه کري ځینې نور ډولونه یې هم راپېژني، هغه وایي د سبو خوند هغه وخت نورهم زیاتېږي چې د جوارو له ډوډۍ سره وخوړل شي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:55 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG