د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۳

پاکستان او ایران دوې نوې تجارتي سرحدي لارې جوړوي


پاکستان او ايران خپلمنځي تجارت ته د ودې ورکولو په مقصد د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله د دوو نوو سرحدي لارو يا راهدارۍ پر جوړولو سلا شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ايران ولسمشر حسن روحاني د جمعې په ورځ د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته تللی، له وزيراعظم نواز شريف سره يې ليدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ او د تجارتي اړيکو پر پراختيا يې خبرې شوي.

ښاغلي روحاني اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته له نواز شريف سره لومړى يو په يو او بيا د پلاوو په کچه ملاقات وکړ او پر يوشمېر موضوعاتو پر بحث سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ځينې مفاهمتي ياداشتونه هم لاسليک شول.

له ملاقات وروسته دواړو مشرانو يوې ګډې خبري غونډې ته خبرې وکړې چې په ترڅ کې يې د پاکستان وزير اعظم نواز شريف په خپلې وينا کې وويل چې د ايران له ولسمشر سره يې په ليدنو کې يې د انرژۍ په ګډون په بېلابېلو برخو کې په همکارۍ خبرې وکړې.

نواز شريف زياته کړه، که څه هم پر ايران لګېدلو اقتصادي بنديزونو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي اړيکي پيکه کړې وې، خو هيله يې وښوده چې د وخت په تيرېدا سره به د ايران و پاکستان اړيکي پراخې او پياوړې شي او زياته يې کړه چې د نوو سرحدي لارو په جوړېدو سره به تجارت وده وکړي:

"زه مطمېن يم چې د ايران و پاکستان اړيکي به لا پسې پراخې شي، موږ د دوه اړخيزو همکاريو او د خپلو خلکو د شريکو ګټو لپاره پر ګډ کار سلا شوي يو، موږ فيصله کړې چې د ايران او پاکستان ترمنځ د تجارت او اقتصادي اړيکو او همداشان د خلکو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په مقصد دوه نوې سرحدي لارې جوړې کړو چې په دې سره به د دواړو هېوادونو په تجارت او د خلکو په تګ راتګ کې ډېره مرسته وشي."

له بلې خوا د ايران ولسمشر حسن روحاني خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې د خپل سفر په نتيجو ډاډ ښکاره کړ او ويې ويل چې له ښاغلي نواز شريف سره يې په ملاقات کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو پر ګډون د تجارتي همکاريو په پراختيا او همداشان پر سيمه ييزو مسایلو خبرې وکړې.

د روحاني په خبره، د ترقۍ او پرمختيا سفر يواځې د ترهګرۍ په ضد د ګډو هڅو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولو د محفوظولو په صورت کې شونى دى.

د ايران د ولسمشر تر ټاکل کېدو وروسته دا پاکستان ته د ښاغلي حسن روحاني لومړى سفر دى چې د وزيراعظم نواز شريف په ځانګړې بلنه يې ترسره کوي.

له نوموړي سره يو جګپوړى پلاوي هم اسلام اباد ته تللی چې د ايران جګپوړي چارواکي، وزيران او سوداګر په کې شامل دي.

د يادونې وړ ده چې حسن روحاني دا سفر تر هغې وروسته کوي چې پر ايران لګېدلي اقتصادي بنديزونه پورته شوي او اوس هڅه کوي چې له سيمې او پاکستان سره د نوو اقتصادي همکاريو لارې پرانېزي.

راپور: ذبيح مومند

XS
SM
MD
LG