ټاکل شوې چې د ايران ولسمشر حسن روحاني به نن د يوه جګپوړي پلاوي په ملتيا په يو دوه ورځني سفر د پاکستان مرکز اسلام اباد ته ولاړشي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په همدې اړه په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي چې ښاغلى روحاني دا سفر د وزير اعظم نواز شريف په ځانګړې بلنه ترسره کوي چې په ترڅ کې يې به پر ښاغلي شريف سربېره د پاکستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره هم وګوري.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دواړو هېوادونو مشران به د دوه اړخيزو اړیکو پر پراختيا، له ايران څخه د بندیزونو تر پورته کېدو وروسته د اقتصادي رابطو پر نویو لارو او همدراز په ځينو سيمه ييزو او نړېوالو مسایلو هم خبرې وکړي.
دا له تېرو څو کلونو وروسته پاکستان ته د ايران د ولسمشر لومړنى سفر دى.
دا سفر تر هغې وروسته کېږي چې نړېوالې ټولنې څه موده وړاندې پر ايران لګېدلي اقتصادي بنديزونه لرې کړي دي.
ښاغلى روحاني دا سفر په داسې وخت کې کوي چې سعودي عربستان څه موده مخکې د ترهګرۍ پرضد د ٣٤ اسلامي هېوادونو اېتلاف جوړ کړى چې له پاکستانه يې په کې د ګډون غوښتنه کړې، خو ايران ته په کې ونډه نه ده ورکړې.
په عين حال کې څه موده وړاندې د ايران او سعودي خپلمنځي تعلقات تر هغې وروسته کړکېچن او سفارتي تعلقات يې وځنډېدل چې سعودي په رياض کې يو شيعه عالم اعدام کړ، چې په ترڅ کې يې قهرجنو مظاهره چيانو په ايران کې د سعودي پر سفارت او قونسلګرۍ بريد وکړ او اور يې ورته کړ.
که څه هم له يوې خوا د پاکستان د خارجه امورو سلاکار سرتاج عزيز د ایران له سرکاري خبري ایجنسې ارنا سره په مرکې کې ویلي چې د ایراني ولسمشر د دورې اصل مقصد د اقتصادي تعلقاتو، په ځانګړې توګه د تجارت او توانایې په برخو کې دوه اړخیزه اړيکو ته پراختیا ورکول دي.
نو له بلې خوا په پېښور کې د سيمه ييزو چارو کارپوهان اسلام اباد ته د ښاغلي روحاني سفر مهم ارزوي او زياتوي، ښاغلى روحاني به له پاکستانيو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت د حجم پر سېوا کولو سره سره د رياض او تهران ترمنځ په کړکېچ او يو شمېر نورو مهمو مسایلو هم خبرې وکړي.
سرفراز خان په دې اړه زياته کړه:
"پاکستان او ايران دواړه به غواړي دا چې اوليت تجارتي خبرو ته ورکړي، مثلاً د پاکستان چې کوم د توانايي ضرورت دى او کوم پاېپ لاين چې دى هغه د ايران په حصې کې جوړ دى او د پاکستان حصې ته ځکه نه شو راتلاى چې په ايران باندې Sanctions بنديزونه وو، اوس بنديزونه ختم دي، دې سره سره ظاهره ده د پاکستان له سعودي عرب سره تعلقات پاتې شوي او موږ په دې خبر يو چې د سعودي او ايران اوس تعلقات خراب دي او په شخړه دي او سعودي عرب دا غوښتل چې پاکستان دې له هغوى سره ودرېږي، د پاکستان کې عوام دا نه غواړي چې دا کار وشي، بلکې کوښښ به کوي لکه څنګه چې مخکې سعودي عرب ته تللي وو او اوس به ايران والا ته به هم دا خبره کوي چې تاسو خپل اختلافات پر امن طريقې باندې حل کړئ دې کې پاکستان خپل خدمات پېش کولاى شي."
د پاکستان سياسي او پوځي چارواکو د روان کال په جنورۍ کې د تهران او رياض ترمنځ د دغه رامنځته شوي کړکېچ د اواري په مقصد دواړو هېوادونو ته سفر وکړ او ددغه کړکېچ پر سوله ييز حل يې ټينګار وکړ.
اسلام اباد ته د ايران د اوسني ولسمشر حسن روحاني مخکې په ٢٠٠٢میلادي کال کې د ايران د هغه وخت ولسمشر محمد خاتمي له يو جګپوړي پلاوي سره د پاکستان په دوره راغلى و او د هغه وخت له پوځي ولسمشر پرويز مشرف او نورو چاراکو سره يې ليدلي وو.
د يادونې وړ ده چې وزيراعظم نواز شريف تر دې دمه د ايران دوه سفرونه کړي چې يو يې ٢٠١٤ او دويم هغه يې په ٢٠١٦ میلادي کال کې و.
راپور: ذبيح مومند