د افغانستان پر ګول څو پرله پسې حملې خو هر ځل توپ دفاع شو.
دروازه ساتونکی ویس عزیزي ښه غبرګون درلود. همدا اوس یې یو کارنر دفاع کړ.
د جاپان لوبډلې یوازینی ګول وهونکی، شینجي اوکازاکي د انګلستان په لستر سیتي لوبډله کې لوبه کوي.
د هغه څه پر خلاف چې تمه یې کېده، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله یوازې په دفاع اتکا نه کوي. هر ځل چې توپ د افغانستان لوبډلې په لاس ورځي څو لوبغاړي یو ځای او په همغږي ډول د جاپان د ګول په لور ځي څو مساوي ګول ترسره کړي.