د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله

د افغانستان او جاپان د فوټبال ملي لوبډلو تر منځ لوبه

د توکیو ښار نن د افغانستان او جاپان د فوټبال ملي لوبډلو د سیالۍ کوربه دی. دغه لوبه د نړیوال جام مقدماتي سیالیو په لړ کې ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله ۲۵ فیصده او د جاپان د فوټبال ملي لوبډله ۷۵ فیصده توپ په واک کې لري.

د افغانستان او جاپان د فوټبال ملي لوبډلو تر منځ لوبه روانه ده پایله ۲-۰ د جاپان د فوټبال ملي لوبډلې په ګټه ده.

د هغه څه پر خلاف چې تمه یې کېده، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله یوازې په دفاع اتکا نه کوي. هر ځل چې توپ د افغانستان لوبډلې په لاس ورځي څو لوبغاړي یو ځای او په همغږي ډول د جاپان د ګول په لور ځي څو مساوي ګول ترسره کړي.

د جاپان لوبډلې یوازینی ګول وهونکی، شینجي اوکازاکي د انګلستان په لستر سیتي لوبډله کې لوبه کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG