د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان لوبغاړو د نړۍ له قوي ټیمونو سره له خپلو تېرو دوو لوبو ښې تجربې ترلاسه کړي او له میدان سره بلد شوي دي.
دوی وايي، نن چهارشنبې د انګلستان د ټیم په وړاندې لوبه کې تر پخوا ډېر چمتو دي.
د افغانستان او انګلستان د ټیمونو تر منځ نن دا لوبه د هندوستان د ممبي په ښار کې د افغانستان په وخت د ماسپښین درې بجې پیلېږي.