ښایي تاسو هم لیدلي یا اورېدلي وي چې د ځینو کسانو له موبایلونو څخه د هغویشخصي شیان د بېلابېلو اهدافو په خاطر په پټه اخیستل کېږی چې دا کار هم په اخلاقي او هم په قانوني لحاظ جرم دی، امنیتي مسوول کسان وایي چې که چېرې متضررکس وغواړي نو دوی له تحقیق څخه وروسته هغو کسانو ته چې د خلکو په شخصي حریم تېری کوي، محرم عکسونه او فلمونه یې خپروي له قانون سره سمه جزا ورکوي، په دې وروستیو کې له ځینو هغو موبایل جوړونکو څخه چې د سړک په غاړه د کمپیوټرمخې ته ناست دي او موبایلونه جوړوي یو شمېر مېرمنې شکایت کوي وایي چې له موبایلونو څخه د دوی شخصي شیان کاپي کوي بیا ګواښ ورته کوی چې که یې غوښتنې ونه مني نو عکسونه او فلمونه یې په بازارکې خپروي.
ډېری وخت داسې شوي چې یو کس له ځان څخه خبر هم نه وي کورني عکسونه او فلمونه یې په بازارکې تیت شوي وی یا هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي، د کابل اوسېدونکی اجمل وایي چې ده خپله د دوستانو محرم عکسونو د هغو کسانو په موبایل کې لیدلي چې باید هلته نه وی، د ده په نظر په موبایل کې عکس اخیستل او فلمبرداري کول مناسب کار نه دی.
په باغ بابر کې د امنیتي چارو مسوول احمدشاه وردګ هغه کسان چې د خلکو په شخصي حریم تېری کوي تر ټولو ظالم او بد کسان بولي، هغه وایي، خلک ددې لپاره چې د ژوند ځینې شیبې یې د تل لپاره ژوندۍ پاتې شي عکس اخلي، فلمبرداري کوي خو خبر نه وی چې دا کار یې ستر سرخوږي ورته جوړوي.
نجیب د کابل په لیسې مریم کې موبایلونه جوړوي هغه وایي چې ډېر ځله خلکو موبایلونه د جوړولو لپاره ورته راوړي، خو ده په صداقت خپل کار کړی، موبایل یې جوړ کړي بېرته یې له عکسونو او فلمونو سره د موبایل خاوند ته سپارلی.
درنو دوستانو! یو خو دا وی چې د موبایل جوړولو په وخت ځینې موبایل جوړونکي د خلکو په تېره بیا د مېرمنو عکسونه او فلمونه کاپي کوی بیا یې د خپل مقصد لپاره کاروي، بل یوشمېر کسان پرته له اجازې څخه د مېرمنو عکس او فلم اخلي چې دې کارهم ډېرې ستونزې راولاړې کړي.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: