نړۍ
۶ایراني کډوالو د فرانسې د یوه اقدام په اړه خپلې خولې ګنډلي

شپږو ایراني کډوالو د فرانسې د حکومت هغه اقدام ته د پام اړولو لپاره خپلې خولې ګنډلي چې د دې هېواد په شمال کې د کډوالو له یوه کمپه په ډله ییزه توګه خلک باسي او هغه ورانوي.
کډوالو دغه غیر معمول اعتراض پرون په داسې حال کې وکړ چې حکومت کالی ته نژدې له یوه کمپه د کډوالو ایستلو ته ادامه ورکړه.
په دغه کمپ کې په زرګونه کډوال منتظر دي او هڅه کوي چې د انګلنډ د کانال له لارې بریتانیا ته ځانونه ورسوي.
دغو ایرانیانو یو پوستر هم نیولی و چې د ملګرو ملتونو له استازېو له دې کمپه د لیدو غوښتنه په کې شوې وه.
یوې محکمې تیره میاشت فیصله وکړه چې د دغه کمپ د جنوبي برخې ورانول قانوني دي.
چارواکي اټکل کوي چې د کمپ له دې برخې به د ۸۰۰ نه تر زرو پورې کسان بې ځایه شوي وي خو د بشري حقونو ډلې دغه شمېر له درې زرو زیات ښیي.
فرانسې د بې ځایه شوېو کډوالو لپاره په نژدې سیمه کې په تودو کانتینرونو کې د استوګنې او یا یوه موقتي مرکز ته د هغوی د استولو وړاندیز کړی دی چې هلته له فرانسې د پناه اخیستو د غوښتنې په اړه غور وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
لسګونه بندیان د کراچۍ له یو زندان تښتیدلي دي

د چارواکو په وینا د پاکستان د کراچۍ ښار یوه زندان څخه تیره شپه دزلزلې په مهال له ۱۰۰ ډېر بندیان تښتېدلي دي او په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی دی.
د پولیسو یو لوړ پوړی چارواکی کاشف عباسي نن سه شنبې وویل چې ۲۱۶ بندیان د سهار له لمانځه مخکې له زندان څخه تښتېدلي دي. له دې ډلې څخه ۷۸ تنه بیرته نیول شوي دي.هغه وویل چې په تښتېدلو کسانو کې څوک د اورپکې په توګه پیژندل شوی یا د محاکمې لاندې نه دی.
ښاغلي عباسي زیاته کړه چې په دې نښته کې یو زنداني ووژل شو او درې امنیتي چارواکي ټپیان شول، خو وضعیت تر کنټرول لاندې راغلی دی، او زیاته یې کړه چې پولیس د پاتې تښتېدلیو کسانو د نیولو لپاره چاپې وهي.
د سند ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیاء الحسن وویل چې بندیانو هغه مهال د تیښتې هڅه وکړه چې د زلزلې پرمهال د خوندیتوب لپاره له خپلو حجرو څخه بهر را ایستل شوي وو. دوی نا څاپه پر ساتونکو برید وکړ، د هغوی وسلې یې واخیستې، ډزې یې وکړې او وتښتېدل.
درې اسراییلي پوځیان ووژل شول

اسراییلي ځواکونو نن د غزې په شمال کې د خپلو دریو پوځیانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې له دې سره په غزه کې د جګړې له پیله د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمیر څلور سوه څلرویشتو ته ورسید.
اسراییل د دوه زره درویشتم کال د اکتوبر له اوومې وروسته چې حماس ډلې، چې متحد ایالتونه او اروپایي ټولنه یې د ترهګرې ډلې په توګه پيژني، په اسراییل کې دننه دولس سوه تنه ووژل او په لسګونو یې برمته کړل، حمله وکړه.
د ترکیې په مرماریس کې زلزله وشوه

د ترکیې په جنوب لویدیځ کې د مرماریس په سیمه کې نن سهار وختي د ریښتر په کچه د پنځه اعشاریه اته درجو زلزله وشوه.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا په خواله رسنیو کې لیکلي دي چې د دې زلزلې له امله یوه څوارلس کلنه نجلۍ مړه شوې ده او پر هغې هم د زلزلې له ویرې حمله راغلې وه.
( اې بي سي) تلویزیون بیا د دې زلزلې له امله د لږ تر لږه اووه کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی چې د زلزلې له ویرې یې له کړکیو او لږ جګو ځایونو ټوپ کړې دي.
اوکراین: روسیي الوتکې مو روسیې ته په قاچاق شویو ډرون الوتکو ویشتلي

اوکراین وايي چې د روسیې د خاورې دننه یې هغه جنګي الوتکې په نښه کړې دي چې تر لرې لرې واټنونو پورې سفر کولی شي.
د اوکرایني چارواکو له ادعا سره سم دا روسیي الوتکي یې په هغو ډرونونو ویشتلي دي چې په لاریو کې یې د لرګیو په صندوقونو کې ځای پرځای کړي وو او روسیې ته یې قاچاقي لیږلي وو.
د اوکراین د امنیتي خدماتو (SBU) چارواکو، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، د ازادې اروپا/ازادي راډیو ته وویل چې ممکن د جون د لومړۍ نیټې په برید کې تر ۴۰ پورې روسي جنګي الوتکې په نښه شوې وي.
SBU وروسته په یوه بیان کې ادعا وکړه چې د دې بریدونو په ترڅ کې څلوردیرش په سلو کې هغه الوتکي ویشتل شوې دي چې ستراتیژیک کروز توغندي لیږدوي. د اوکراین په باور د دغو بریدونو له امله روسیې ته شاوخوا اووه میلیارډه ډالر زیان اوښتی دی.
په ورته وخت کې، د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قومانداني وایي، چې د روسیې یو توغندی د شپې په مخه په یوه روزنیز مرکز ولګېد، چې لږترلږه ۱۲ سرتیري یې ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
کییف او مسکو یو ځل بیا موافقه وکړه چې اسیران تبادله کړي

د اوکراین او روسیې استازیو د مخامخ خبرو په دوهم پړاو کې یوازې د اسیرانو د تبادلې پر سر موافقه وکړه.
دا خبرې پرون په ترکیه کې وشوې، څه باندې یو ساعت یې دوام وکړ او په داسې وخت ترسره شوې چې د دواړو له لورې پر یوه بل هوایي بریدونه روان دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اونچو کیچلي په استانبول کې د کییف او مسکو د استازیو تر خبرو وروسته وویل، دې غونډې منفي پایله نه لرله.
تر دې غونډې مخکې، څیړونکو ویلي و، داسې ښکارې چې دواړه لورې لاهم سره لرې دي او د اوربند په برخه کې موافقې ته رسیدل ستونزمن دي.
د امریکا د متحد ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جون په لومړۍ نیټه له خپل روسیي سیال سرګي لاوروف سره په تیلفون خبرې وکړې او هغه ته یې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پيغام بیا تکرار کړ چې د دایمي سولې لپاره دې مخامخ خبرې ادامه پيدا کړي.
د اوکراین او روسیې پلاوي د ترکیه په استانبول ښار کې د مذاکراتو د دویم پړاو لپاره راټولیږي

د روسیې او اوکرایین پلاوي د سولې د خبرو اترو دویم پړاو د پیل لپاره په ترکیه راټولیږي.
د دې راټولیدنې په اړه تراوسه ډیر جزیات په لاس کې نشته.
د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکرایین پلاوی د دې هېواد د دفاع وزیر رستم عمروف په مشرۍ د ترکیې استانبول ښار ته په لار دی.
بل پلو، د روسیې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د ولسمشر د مرستیال ولادیمیر مدینسکي په مشرۍ یو پلاوی استانبول ته رسیدلی دی.
اسوشیټدپرس خبري اژانس بیا لیکي، د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو اترو دویم پړوا په داسې حال کې پیلږي چې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړي په ډګر کې په بریدونو کې هیڅ کموالی نه دی راغلی.
امریکايي چارواکو په کولوراډو کې د اتو کسانو د ټپي کېدو راپور ورکړی

د رویټرز په وینا، دا پیښه د یکشنبې په ورځ په بولډر سیمه کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې یو ۴۵ کلن سړي د "آزاد فلسطین" شعار ورکړ او د خلکو په یوه ډله یې اور بلوونکي مواد ورغورځول.
دوی په غزه کې د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د یاد لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه.
د بولډر پولیسو وویل چې څلور ښځې او څلور نارینه، چې عمرونه یې له ۵۲ څخه تر ۸۸ کلونو پورې دي، روغتون ته وړل شوي دي.
د ډینور په دفتر کې د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ځانګړي استازي، مارک میشلیک، شکمن کس د محمد سلیمان په توګه پیژندلی. هغه د برید وروسته روغتون ته وړل شوی.
د FBI رییس کیش پټیل دا پیښه د "هدفمند ترهګریز برید" په توګه بیان کړه.
پر روسیې د اوکرایین تر ډرون بریدونو یوه ورځ وروسته؛ استانبول کې د روسیې او اوکرایین خبرې

ټاکل شوې ده چې د روسیې او اوکراین استازي د دوشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول کې د خبرو اترو دوهم پړاو لپاره سره وویني.
تیره میاشت خبرو اترو لږ پرمختګ وکړ، خو دواړو خواوو د سلګونو جنګي بندیانو د تبادلې موافقه وکړه.
د خبرو اترو له پیل څخه یوه ورځ مخکې، اوکراین د روسیې په څو سیمو کې بې ساري ډرون برید وکړ، چې شاوخوا ۴۰ روسي بمبار کوونکې الوتکې یې په نښه کړې.
اوکرایني چارواکي وايي چې ډرونونه په لرګینو صندقونو کې ځای پر ځای شوي وو او له روسیې دننه الوځول شوي.
روسیې تایید کړې چې دوو اډو کې څو الوتکو اور اخیستی.
د طالبانو حکومت او پاکستان هوکړې ته رسېدلي چې د خپلو ډپلوماټیکو ماموریتونو کچه له شارژدافیره سفیر ته لوړه کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په همدې موضوع د پاکستان له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحق دار سره نن خبرې کړي.
متقي د دې پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې ښوولې چې له شارژدافیره د سفیر کچې ته د ډپلوماټیک ماموریت د لوړولو کارونه ژر بشپړ شي.
که څه هم پاکستان له لومړنیو هېوادونو وو چې د طالبانو ډپلوماټ یې ومانه خو لا د سفیر په کچه استازي نه لري بلکې دواړه هېوادونه ډپلوماټیکې چارې د چارسمبالي او شارژدافیر په مټ مخته بیایي.
اسحق دار هم دا پرېکړه ستایلې او ویلي یې دي چې په دې سره به په اقتصاد، امنیت او سوداګرۍ کې د پاک – افغان همکارۍ زیاتې شي.
د شاتو ۲۵۰ میلیونه مچۍ ازاده شوي

د امریکا په واشنګتن ایالت کې د شاتو شاوخوا ۲۵۰ میلیونه مچۍ د یوې لارۍ د ټکر له امله ازادې شوي دي.
پولیسو له خلکو غوښتي چې ځانونه له دې مچیو وساتي.
په دې وروستیو کې په واشنګټن ایالت کې د شاتو په مچیو بار لارۍ له سړک واوښته او ولوېده.
په سیمه کې سړکونه، چې له کاناډا سره پوله لري، تړل شوي دي.
د مچیو د پالنې متخصصین د سیمې د پاکولو لپاره کار کوي.
ځینې مچۍ پالونکي یوازې د شاتو د تولید لپاره کار کوي، مګر ډیری نور خپلې مچۍ بزګرانو ته په کرایه ورکوي.
بزګران د خپلو فصلونو د ودې لپاره له مچیو څخه کار اخلي.