داسې ویل کېږي چې د حقیقي مینې په رنګ، رنګ شوې دا موسیقي په لومړي ځل په افغانستان کې ویل شوې ده چې له هغې وروسته یې بیا یو شمېر نورو سیمو ته سرایت کړی دی.
د صوفیانه کلام دا موسیقي معمولاً په ګډه ويل كېږي.
د كورس ډلې ته دوه داسې غږونه انتخابېږي چې يو نری او تېز وي او بل یې دروند او لوړ وي چې په ډېر سوز او ګداز سره یې وړاندې کوي.
د کابل پوهنتون استاد سمیع وحدت اندړ سره زموږ همکار محبوب شاه محبوب د قوالي پر تاریخ، جوړښت او تاثیراتو مرکه کړې، په مرکه کې استاد وحدت ویلي چې په هنرونو پوهنځي کې یې ګڼ محصلین د قوالي موسیقي د بول لپاره رابللي، تر څو په پښتو ژبه کې قوالي موسیقي لا پیاوړې شي.
قوالي سندرې د وحدت الوجود او وحدت الشهود د فلسفو راوتي هغه جوړښتونه دي چې قوالان صوفيانه كلام د ساز له پردو سره په داسې وجد او شور سره وايي چې سالکانو ته یې په اورېدو سره سکون ور په برخه کیږي.
د اردو ژبې مشهور قوال ارواښاد نصرت فتح علي خان په ۱۹۹۶ زیږدیز کال د خپلې یوې مشهورې قوالي سندرې په پیل کې ویلي چې قوالي موسیقي د ده روح دي.
لیکوال او ژورنالېښت محمد خان محمدي چې په خپله هم قوالي سندرې اوري او په دغه برخه کې په څېړنه بوخت دی، وايي چې كابل كې د اميرشيرعلي خان له دورې راپه دېخوا د هرې جمعې په شپه په یو شمېر خانقاو کې قوالي کېږي چې لسګونه کسان په کې ګډون کوي.
د ښاغلي احمدي په خبره چېپه کابل کې قوالي سندرې د موسيقي استاد سراهنګ، استاد نتو او استاد اميرمحمد ويلي دي او تر ټولو مشهور استاد یې رحیم غفاري دی.
همدا راز یو شمېر پښتنو سندغاړو لکه رفیق شینواري، خیال محمد، احمد ګل او نور سندر غاړو قوالي سندرې ویلي دي، خو په پښتو ژبه کې ورته زیات کار نه دی شوی.
شاعر او لیکوال وصال هم قوالي سندرې اوري خو خواشینی دی چې په پښتو ژبه کې د قوالي سندرو لپاره چا کار نه دی کړی.