حدیث شریف کې راغلي چې وایي د منافق درې علامې دي، یو دا چې خبرې کوي دروغ وایی، بل چې ژمنه کوي نه یې عملي کوي او درېیم دا چې په امانت کې خیانت کوي، ساینس بیا ښودلې چې دروغ داسې زهر دي چې اروایي او جسماني انرژي ضعیفه وي او د وجود دفایی ځواک هم کمزوری کوي، د دروغ ویلو زیات اثر په زړه باندې وي، نوځکه دروغ د زړه د نارغیو له سبب څخه شمېرل کېږي.
دروغ ویوونکی فکر کوي چې مقابل لوري د هغه په دروغو نه پوهېږي، خو د سترګو حرکات هېڅ کله د دروغو ویلو په وخت کې په نورمال ډول عمل نه کوي، ولو که دروغجن په دروغوکې۴۰ کلنه تجربه هم ولري، دا ځکه چې سترګې کله هم دروغ نه وایی، په روانه خپرونه کې لومړی د ماشومانو بیا د ځینو لویانو د دوروغو په هکله خبرې کوو.
مشران وایي، که غواړی چې رښتیا خبرې واوري نو ماشومان پوښتئ، ځکه هغوی دروغ نه وایی، د کابل اوسېدونکی ګل رحمان په نظر کوم ماشومان چې دروغ وایي، له لویانونه یې زده کوي.
د روانشناسانو له نظره دروغ د فسادونو مور ده، که غواړي چې له دروغو څخه ځان وساتي نو تخریبي اثرات یې مخې ته کېږدئ ، د کندوز اوسېدونکې مرضه هم د ماشومانو د دروغ ویلو علت د کورنۍ مشران بولي. د
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ: