عبدالباري د غزني دی او د کابل په کاه فروشي کې کنري مرغۍ خرڅوي.
دی وايي چې د ده هم زړه خوږیږي چې مرغۍ يې په پنجره "قفس" کې بندې کړي خو همدا يې خپلو ماشومانو ته د نفقې لار ده.
دی وايي چې ټول ټال ۲۴ جوړې کنري لري او په ښه قيمت يې پلوري او دا يې پلارينی کسب دی.