د ښځو د حقونو یو شمېر فعالاني وایي، د سولې په روانو هڅو کې د میرمنو ونډه کمرنګه ده او په دغه بهیر کې باید د دوی نظرونو ته پوره پام وشي.
د افغان ښځو د شبکې رییسه حسینه صافي چې په وروستیو کې د سولې د عالي شورا د سلاکارې په توګه ټاکل شوې ده همدا راز وایي چې د دغې شورا د رهبرۍ په ترکیب کې هم د ښځو ونډه کافي نه ده.
له میرمن صافۍ سره د ازادي راډیو خبریال محمد قسیم سوله مل مرکه کړې ده: