د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۹

که غل نه اوړي مل دې واوړي


وای که غل نه اوړي نو مل دې واوړي، که د موټرو، کمپیوټرونو، موبایلونو غله نه کمېږي نو موږ باید تر هر وخت زیات بېداره ووسو ترڅو غله په دې بریالي نشي چې زموږ وسایل رانه پټ کړي.

هغه کسان چې له ورته پېښو سره مخ شوي وایي، غله هغه د خلکو خبره چشم بندي لري، د جنس خاوند د غلا په وخت په دې هېڅ نه پوهېږي چې وسایل ورنه غلا شوي، وروسته یې چې پام شي رڼا ورځ ورباندې تیاره شي، له بلې خوا د افغانستان اکثره خلک غریب دي هغوی دومره پیسې نه لري چې د ورک شوي موټر کمپیوټر یا موبایل په ځای بل واخلي د کابل اوسېدونکی ملک امان وایي چې په ورک شوی موبایل کې یې د ټولو دوستانو نمرې وې ځکه نو ډېر پسې خفه دی.​

په کابل کې پلې خشتي هغه ځای دی چې هره ورځ په لسګونه غلا شوی موبایلونه په نیمه بیه په کې خرڅېږي، د کندز اوسېدونکی ولي محمد له مسوولو کسانو نه ګېله کوی وایي، ولې د هغه ځای له خرڅونکونه پوښتنه نه کېږي چې موبایلونه یې له کومه کړي؟

ټلیفون خو څه کوي موټر هم په همدې ډول ورکېږي، د پغمان اوسېدونکی امام الدین او د کابل اوسېدونکی ملنګ جان وایي، چې د دوستانو موټر یې په ډېر کم وخت کې ورنه وتښتوی.

د شیرافضل په نظر غلو ته له قانون سره سمه جزا نه ورکول د دې لامل شوی چې دا ډول پېښې ورځ تر بلې ډېرې شی.

میراحمد ۸۵ کلن دی هغه وایي چې په پخوا زمانه کې دا چې قانون عملي کېده دومره ډېرې غلاوې نه وې لکه اوس چې دی.

موږ د خلکو شکایتونه د کابل د جنایی تحقیقات له رییس فریدون عبیدی سره شریک کړل هغه دا نه مني چې مجرم ته له جرم سره سمه جزا نه ورکول کېږي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:10:15 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG