د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې به لمړی هغه مرکه واورئ چې د یوه دفتر له مسول سره موکړې ده.
هغه وايي چې لمړی مې یوه انجو درلوده او بیامې هغه په موسسه بدله کړه او بیا چې د موسسو موډ لاړ نوماهم خپل دفتر په شرکت بدل کړ!
هغه زیاتوي چې دفترنه بلکې د دفتر لوحه مې بدله کړه.
هغه وايي چې ډېرې پروژې مو واخستې خود فنډ د خلاصېدوله امله ټولې په نیمایي کې پاتې شوې، لکه د چرګوړو پروژه چې څنګه چرګوړي له هګیو راووتل نوفنډ خلاص شو او ټول چرګوړي خواران مړه شول!
ورپسې د بدلې ملغلرې له خوږو اچارو خوند واخلئ.
لکه وای که غواړې چپړاسي مقررشې نوباید له لاندې درې کسانو څخه یوېې وپیژنې:
جمهور رییس، اجراییه رییس اویایې هم کوم معاون!
که د ډالروله کمېدو سره د لویو او ماډرن کورونو کراېې را ټیټې شوي دي خو د عادي کورونو اوس هم حال ډېر بد دی، په همدې اړه یو خوږ اوله خندا ډک مطلب درته لرو.
جوړوونکی: ننګیارنااشنا