په کابل کې د اروپایې ټولنې سفیر فرانز مایکل میلبن وایي، د سولې د وروستیو هڅو مثبتو نتیجو ته خوشبیني شته خو یو څه به وخت وغواړي.
ښاغلی میلبن د ازادي راډيو د حقیقت څه دی له پروګرام سره په ځانګړي مرکه کې همدا راز وویل چې ښایې روان ۲۰۱۶ میلادي کال هم د تېرکال په څیر ستونزمن و اوسي خو ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت او خلک باید په ګډه د ثبات د ټينګښت لپاره ډير کار وکړي.
دغه مرکه د ازادي راډیو خبریال محمد قسیم سوله مل کړې ده.