په نننۍ خپرونه کې لومړنۍ افغانه غرختوونکې صدیقه نورستانۍ درپېژنو چې د غرختنې په برخه کې ګڼ فعالیتونه کړي او د کوه نوردي د فدراسیون مشره هم ده.
صدیقه نورستانۍ هغه لومړنۍ افغانه ده چې له۱۰ کلونو راهیسې یې د غرختنې ورزش پیل کړی دا په افغانستان کې د غرختنې د ورزش لومړنۍ ټرینره هم ده، صدیقې تر اوسه د پامیر، پنجشیر او الپ غرونو لوړې څوکې فتحه کړي دي، اغلې صدیقې ته دا ورزشي رشته له خپل پلار او نیکه نه په میراث ورپاتې ده، نو له ماشومتوبه یې لومړنی استاد خپل پلار ښیي.
دا په اووم ټولګي کې وه چې د غرختنې تمرین یې پیل کړ، خو د دې ورزش مسلکي زده کړې یې په ایټالیا کې ترسره کړي دي، په ۲۰۰۳میلادي کال کې یې د زده کړو مختلفې دورې د ایټالیایې او فرانسوي استادانو تر نظر لاندې تېرې کړي دي.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ.
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ