ښایي تاسو هم داسې ماشومان لیدلې وي چې په لارو کوڅو او کله خو هم په خپلو کورونو کې حیوانات او مرغان په کاڼو تیګو ولي او نورو په بېلابېلو ډولونو یې داسې تنګوي چې اکثره وخت یې د مرګ تر بریده رسوي.
ځینې ماشومان په دې نه پوهیږی چې حیوانات او مرغان هم د درد احساس کوي، خو یو شمېر بیا د هغوی له تنګولونه خوند اخلي، د حیوان او مرغه په تنګ کول لوبې ورته ښکاري.
د پکتیا ولایت اوسېدونکی محمدظاهر وایي چې په ماشومتوب کې یې الوتونکي له مینې مړه کول.
د کاپیسا ولایت اوسېدونکی حقمل بیا د پېشو بچیان په خټو لړل، هغه وایي، سپي به یې د جنګولو لپاره ساتل.
ماشومان له سپي او پېشو سره ډېره علاقه ښي، ځکه خو یې په اړه کیسې هم ډېرې دي د کابل اوسېدونکی زلمی مینه ناک وایي چې ماشومانو سپي په پړي دومره کلک تړلي و چې غاړه یې ورباندې غوڅه کړې وه.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ.