د ملګرو ملتونو د راپور له مخې تېر کال په افغانستان کې په جګړو او د ناامنیو په نورو پېښو کې د ماشومانو او ښځو مرګ ژوبله زیاته شوې.
د هرو څلورو وژل شویو ملکیانو څخه یو یې ماشوم دی. دا د تېر ۲۰۱۴ کال په نسبت ماشومانو ته په تلفاتو کې په سلو کې ۱۴ سلنه زیاتوالی ښیي.
تېر کال د ښځو د تلفاتو کچه هم زیاته شوې ده. دا چې ولې تېر کال په شخړو کې ډېر ماشومان او ښځې وژل شوي او علت یې څه دی، دا پوښتنه نوریاس نوري د مرکې په پیل کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له ویاند رفیع الله بیدار څخه کړې، ښاغلي بیدار ېې په ځواب کې وویل: