د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې لومړی د بې کارۍ او بې کارانو په چارو کې د مشاور وزیر صیب مرکه در اوروو چې مشاور وزیر صیب وايي، د ما خبرې ته څوک غوږ نه نیسي کنه اوس به وطن ګل ګلزار و!
هغه وايي چې اوس خو په دې کار کوم چې لومړی ځان ته کار پیداکړم!
که د بې کارۍ او بې کارانو د چارو مشاور صیب د کار پیداکولو ته حیران دی نو ډیر کسان داسې هم شته چې پر یوه وخت څو ځایه کار کوي او د دوه سري حکومت له برکته ېې څوک پوښتنه هم نه کوي!
لکه يو تن چې په څو ځایه حکومتي کارونو سربیره څو غیر رسمي کارونه هم لري او ټول ترې راضي هم دي د نر بچیان!
د حکومت د ښو کارونو او خدمتونو له امله ځینو کسانو ته پوښتنې پیداکیږي او د دغو پوښتنو په نتیجه کې چې څه ورپیښيږي؟...
له اوریدووروسته پوهیدلای شئ.
جوړوونکی : ننګیارنااشنا