اکثره وخت موږ د ځینو کسانو په کارونو انتقاد کوو، نورو ته یې د نه کولو توصیه کوو، خو بیا همدا چاره موږ په خپله ترسره کوو.
کله ناکله موږ د ځان د خلاصون لپاره یو متل هم وايو چې اوبو اخیستی زګ ته هم لاس اچوي، په دې مانا چې د ستونزو په وخت کې د خلاصون لاره تعویذ اخیستل ګڼو.
تعویذ کول او پرې باور ساتل په افغاني ټولنه کې لویه مخینه لري، خو داسې هم نه ده چې دغه کار دې ستونزې نه وي پیدا کړي، په لسګونه ځله وهل، ټکول او ان وژل د دغې چارې محصول ګڼل کېږي.
لا هم د افغاني ټولنې ګڼ افراد پر تعویذ باور لري.
د تعویذ د تاریخچې په هکله دیني عالمان بېلابېل نظرونه لري د کابل پوهنتون استاد عبدالله کامه وال وایي چې تعویذ ورکول او تعویذ اخیستل د بودایانو له دورې نه را په دېخوا د خلکو منځ کې دود شوی دی.
دا چې ولې ځیني کسان د ستونزو حل له تعویذ ورکونکي نه د تعویذ په مرسته غواړي له ځینو هغو خلکو څخه مو پوښتلي چې د دې مسئلې شاهدان دي.
په تعویذ باندې ډېری هغه کسان عقیده لري چې هغوی د دین په هکله پوره معلومات نه لري، د کونړ اوسېدونکی عبدالقیوم وایي چې د اسلام دین ۱۴۰۰ کاله مخکې خپور شو، خو زموږ د ولس ځیني کسان لاتر اوسه هم په دې نه پوهېږي چې اسلام کوم کارونه روا او کوم ناروا ګڼلي.
د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: