د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

طاهر اپريدي:په داستاني ادب کې سمبول هنر ګڼم


ښاغلی طاهر اپريدي د خبریال بارکوال میاخیل پوښتنې ځوابوي.
ښاغلی طاهر اپريدي د خبریال بارکوال میاخیل پوښتنې ځوابوي.

د پښتو په داستاني ادب کې د سمبوليزم له مکتبه ډېره لږ استفاده شوې ده، خو کومو ليکوالو چې دې مکتب ته توجه کړې په هغوى کې يو هم کراچۍ مېشت ليکوال شپږاويا کلن طاهر اپريدى دى.

ښاغلى اپريدى وايي، سمبول په داستاني ادب خصوصاً په لنډه کيسه کې اړتيا نه، بلکې هنر دى او بايد هر ليکوال ورته توجه وکړي.

د ښاغلي طاهر اپريدي تر اوسه پورې نولس اثار چاپ شوي، چې په هغوى کې نهه د لنډو کيسو ټولګې دي، خو په دې وروستيو کلونو کې يې د ګوزڼ يا فالج د ناروغۍ له امله قلم له ګوتو لوېدلى دى.

زموږ همکار بارکوال مياخېل ورسره په کراچۍ کې د هغه د ادبي فعاليت، کار او لنډې کيسې په اړه مرکه کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:54 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG