د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، تر هغو چې د سولې په اړه د همغږۍ څلور اړخېزه کمېټه یوه مشخصه تګ لاره جوړه نه کړي، دا به ګرانه وي چې وسله وال مخالفین د سولې خبرې پيل کړي.
د دغې شورا رییس عبدالحکیم مجاهد دا خبره د ازادي راډیو د حقیقت څه دی له پروګرام سره په ځانګړې مرکه کې وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اپریل میاشت له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره د ضرب الاجل په توګه ټاکلې ده.
دغه مرکه د ازادی راډيو خبریال محمد قسیم سوله مل کړې ده: