ننګرهار ته ځو او د جلال اباد ښار ختیځ لور ته په عمومي سړک لس کیلو متره وړاندې سفر کوو، د بهسودو ولسوالۍ د ثمر خېلو سیمې ته رسېږو، د سړک کېڼ لوري ته له لږ مزله وروسته یو ډېر پخوانی او لرغونی زیارت په مخه راځي.
له زیارته بېلابېل غږونه راپورته کېږي، څوک سندرې وايي، څوک ناندرې کوي او څوک خو هم په کنځلو بوخت وي.
د دغو غږونو په اورېدو سره موږ پوهیږو چې دا غږونه د یوه عادي او نورمال انسان نه دي، یا خو لیونیان دي او یا هم د مجبورۍ انتها ته رسېدلي خلک.
سلګونه کلونه کېږي چې د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ ثمر خېلو سیمې ته هر ورځ ډلې- ډلې خلک راځې او د میاعلي صاحب په زیارت پورې خپل تړلي مرادونه راوړي.
څوک لیونیان راولي او دلته یې د رغېدو په مراد تړي، څوک پیریانیان راوړي او د پیریانو د بندولو هڅه یې کوي او څوک بې اولاده ښځې راولي او د اولاد تمه له دغه زیارته کوي.
که څه هم دا ډول چارې کوم دیني اساس نه لري، خو هغه متل دی چې اوبو اخیستي ځګ ته هم لاس اچوي.
نننۍ خپرونه مو د میاعلي صاحب زیارت ته ځانګړې کړې ده.
د خپرونې اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ.
جوړوونکی: محبوب شاه محبوب