د افغانستان اکثره خلک ډېر کم عاید لري؛ دومره څه ګټي چې سم له لاسه یې مصرف کړي، د غم او ښادۍ په وخت کې دې ته حیران وي چې پیسې له کومه کړي، له چا یې وغواړي؟
د همدې ستونزې د حل لپاره په ځینو سیمو کې څو کسان سره یو ځای کېږي او دې پرېکړې ته رسېږي چې هره میاشت به یو څه پیسې د سپما په توګه سره ټولوي او ساتي به یې؛ له دې پیسو به بیا د ضرورت په وخت کې کار اخلي.
په پیل کې د پغمان اوسېدونکی محمد داود ناظم د دې کار په ګټو خبرې کوي.
که چېرې هغه کسان چې بې وزلي دي؛ له مخکې نه پیسې سره ټولې نه کړي؛ نو د اړتیا په وخت کې پور کوي چې دا کار هم سخت دی.
په ځینو سیمو کې بیا خلک پیسې سره ټولوي؛ کله چې ښادي، غم، یا نور مراسم وي، نو دې ته یې اندېښنه نه وي چې خرڅ او مصرف به څنګه برابروي.